د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ویروس تیره میاشت نږدې ۱۰ زره کسان مړه کړي


د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او مشر وایي چې د رخصتیو په ورځو کې په زیات شمیر د خلکو راټولیدو او په ټولې نړۍ کې د کرونا وبا تر ټولو "څرګندې" بڼې خپریدو له کبله تیره میاشت ډیر خلک مړه شوي.

ټیډروس اډهانوم قبریسوس وویل چې د کرونا وبا تیره میاشت نږدې ۱۰ زره کسان مړه کړي او د نړۍ په ۵۰ هیوادونو کې د همدې وبا له کبله په روغتونونو کې د خلکو بستر کیدنه ۴۲ په سلو کې ډیره شوې وه.

ښاغلي قبریسوس ویلي چې اکثریت دا پیښې د اروپا او امریکا په لویو وچو کې راپور شویدي.

د دې نړیوالې ادارې مشر په ژنیو کې په یوې خبري کنفرانس کې وویل، "سره لدې چې په یوې میاشت کې د ۱۰ زره کسانو مړینه هغومره لوړه نده لکه څومره چې د دې وبا په اوج کې وه خو پدې کچه د خلکو مړینه چې مخه یې نیول کیدی شوای، د منلو وړ نه ده".

د روغتیا نړیوال سازمان مشر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د کرونا پیښې نړۍ په نورو هیوادونو کې هم ډیرې شوي چې تر دې دمه یې دويته راپور ندی ورکړی او له حکومتونو یې وغوښتل چې نظارت دې کوي، واکسین او درملنې ته دې د خلکو لاسرسي ډاډ ورکړي.

ښاغلي ټیډورس وویل چې د JN.1 په نامه د کرونا ویروس نوې بڼه په نړۍ کې تر ټولو "څرګنده" بڼه ده. هغه وویل چې دا د اومیکرون نوې بڼه ده او اوسني واکسینونه یې د مخنیوي لپاره کار ورکولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې که امکان لري، خلک دې واکسین وکړي، ماسکونه دې واچوي او په کور کې دننه د هوا بدلون امکانات برابر کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG