د لاس رسي وړ اتصالات

له ۳۸ فیصدو زیاتو افغانانو د کرونا واکسین اخیستی دی – راپور


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، چې په افغانستان ۱۴ میلیونو او ۹۶۷ زرو کسانو ته چې ددغه هیواد د وګړو ۳۸.۱ فیصده کیږي د کرونا د ویروس دوه ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۲۱ ( وږي ۳۰) د افغانستان د روغتیايي وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ددغه شمیر سربیره یو میلیون او ۸۵۵ زرو نورو کسانو هم د کرونا د ویروس یو ډوز اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې ددې سربیره دوه میلیونو او ۳۱۰ زرو کسانو، چې د افغانستان د نفوس شاوخوا شپږ فیصده جوړوي هم د کرونا د ویروس تقویتي ډوز اخیستی دی.

افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین کمپاین د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې د پخواني جمهوري رژیم پر مهال پیل شوی و، چې لا هم دوام لري.

عین وخت کې په افغانستان کې په تیرو اتو اونیو کې د کرونا د ویروس د ناروغانو د شمیر د زیاتیدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې اته اونۍ دمخه په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ۱۹۶۶ مشکوکې پیښې ثبت شوې وې، خو تیره اونۍ ددغو پیښو شمیر د ۲۶۰۰ او د ۳۱۰۰ ترمنځ و.

دغه سازمان په تیرو اتو اونیو کې د کرونا پر ناروغۍ د ۱۷۰۰ کسانو د اخته کیدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۴ وروسته چې په دغه هیواد کې کرونا ویروس لومړنۍ پیښه د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۶ ورځې پورې ۸۹۶۵۲۲ د کرونا ویروس مشکوکې پیښې په لابراتوارونو کې تر ازمایښت لاندې نیول شوي، چې ددغه شمیر له ډلې ۲۲۵۹۵۸ پیښې مثبتې ختلي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۱۶ پورې موده کې ۷۹۴۵ تنه د کرونا په ناروغۍ د اخته کیدو وروسته پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د کرونا د ویروس ناروغي په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې وه، چې بیا وروسته یې په ډیرې چټکۍ سره ټولې نړۍ ته سرایت وکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ په پنځمه اعلان وکړ چې د کرونا ناروغي نوره د یو "نړیوال روغتیایي بیړني حالت" په توګه نه پېژندل کیږي.

خو ددغه سازمان د اروپا دفتر د سه شنبې د جون ۲۷ (چنګاښ شپږم) خبرداری ورکړ چې د کرونا خطر لا تراوسه له منځه ندی تللی ځکه چې د کرونا ناروغي اوس هم په سیمه کې هره اونۍ د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو د مړینې لامل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG