د لاس رسي وړ اتصالات

چین د حلالو محصولاتو پر ضد کمپاین پیل کړ


په اورمچي کې د کمونیست ګوند مشر وویل چې له دې وروسته په شین ژیانګ کې حلال محصول ختم شو
په اورمچي کې د کمونیست ګوند مشر وویل چې له دې وروسته په شین ژیانګ کې حلال محصول ختم شو

چارواکو د چین په مسلمان مېشت ایالت شین ژیانګ کې د "بنسټپالنې" سره د مبارزې په نوم د "حلال محصول" پر ضد کمپاین پيل کړی دی.

د چین څه باندې ۲۰ میلیون وګړي مسلمانان دي چې ډېر یې د شین ژیانګ په ایالت کې ژوند کوياو د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر حلال خواړه او حلالې غوښې خوري.

په دې وروستیو کې د چین حکومت د اویغور مسلمانانو پر ضد ورته اقدامات کړي دي. ملګري ملتونه وايي د شین ژیانګ په ایالت کې څه باندې یو میلیون مسلمانان جبراً د زده کړو کمپونو ته استول شوي چې د کمونیست ګوند په اړه معلومات ورکړل شي.

د شین ژیانګ په مرکز ارومچي کې د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۸مه) د کمونیست ګوند مشر د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته په دغه ایالت کې "حلال محصول" ختم شول.

ملګري ملتونه وايي په چین کې مسلمانان او نور اقلیتونه د خپلو ډېرو اساسي حقونو څخه بې برخي دي. د بیلګې په توګه، مسلمانو مېرمنو ته د حجاب حق هم نه ورکول کیږي.

ډېرو هغو مسلمانانو ته دا اجازه هم نه ورکول کیږي چې د زده کړو له کمپونو څخه د باندې خپلو کورنیو سره د هیواد دننه او یا هم د هیواده بهر اړیکې ونیسي. دغه مسلمان حتی په ټولنیزو شبکو کې یو بل ته د مذهبي ورځو مبارکي هم نه شي ورکولی.

سره له دې چې چینایي چارواکي د زده کړو د کمپونو په اړه دغه راپورونه ردوي، خو دولتي اسناد او شواهد ښيي چې په کمپونو کې له خلکو سره د ناوړه چلند خبره حقیقت لري.

XS
SM
MD
LG