د لاس رسي وړ اتصالات

ځوان اسپانوي لوبغاړي الکاراز د دوهم ځل لپاره د لندن د ویمبلدون تینس جام وګاټه


الکاراز ته د بریالیتوب جام د بریتانیا د ولیهعد ماندینې کیت مندلتون ورکړ
الکاراز ته د بریالیتوب جام د بریتانیا د ولیهعد ماندینې کیت مندلتون ورکړ

اسپانوي ۲۱ کلن کارلوس الکاراز د نړۍ او بریتانیا د ۲۰۲۴ کال د تینس ستر جام ویمبلدون په یوه زړه پورې سیالۍ کې وګاټه.

ددې جام په وروستۍ لوبه کې الکاراز د نړۍ او صربستان د نامتو اتل نوواک جکویچ سره مخامخ و چې تر اوسه یې د ریکارډ په کچه د نړۍ د تینس ۲۴ «ګرند سلیم» جامونه ګټلي دي.

۲۱ کلن اسپانوی لوبغاړی الکاراز د بل اسپانوي تینس باز رفایل نادال وروسته ددې هیواد دوهم لوبغاړی دی چې د تینس نړۍ یې تسخیر کړې ده.

الکاراز دا لوبه درې د صفر میدانونو په مقابل کې وګټله. ناواک چې غوښتل یې خپل نړیوال ریکارډ نور هم پیاوړی کړي، د جایزو د ورکولو پر وخت یې د مرکې پر مهال یې «هغه [الکاراز نن واقعا ډیر ګرم و، او هغه نن یو رښتینی ګټونکی و.»

ددې جام په ګټلو سره الکاراز د ۱۹۸۶ کال راوروسته دوهم ځوان لوبغاړی دی چې دغه جام په پرله پسې توګه ګټي. هغه په ۲۰۲۳ کې هم دا جام ګټلی و.

هغه پدې لوبه کې جکویچ ته په دریو میدانونو کې ۶-۲، ۶-۲ او ۷-۶ ملتې ورکړه. د تینس مبصرین اټکل کوي چې الکاراز روښانه راتلونکې لري.

د نړۍ د تینس څلور ستر یا ګرند سلیم جامونه عبارت دي د استرالیا د میلبرون جام، د فرانسې د پاریس جام ، د لندن د ویمبلدون جام او د امریکا د نیویارک د یو اس اوپن جام څخه.

ددې لوبې لیدلو ته د بریتانیا د شاهي کورنۍ او سیاستوالو تر څنګ د نړۍ د سپورت، سینما او موسیقۍ مشهورو څیرو هم ورغلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG