د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې مشر مایک جانسن وايي چې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وزارتونو او د راتلونکي حکومت د نورو مهمو پوستونو لپاره د نوماند شویو یو شمېر سیاسي څېرو په وړاندې ګواښونه "خطرناک او لیونتوب" دی.
په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه دوه کسان چې د ټرمپ له لورې د امریکا په راتلونکي حکومت کې د مهمو پوستونو لپاره نومول شوي، د بمي بریدونو له ګواښونو سره مخامخ شوي دي.
جانسن د ایکس په ټولنیزې شبکې په یو پیغام کې لیکلي: "سږ کال پر ولسمشر ټرمپ د ترور یوه نه بلکې دوه هڅې وشوې. اوس د کابینې ځینې نوماندان او د هغوی کورنۍ د بمونو له ګواښ سره مخ دي. دا خطرناک او لیونتوب دی."
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې رئیس ددې پیغان په دوام کې لیکلي، چې د متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر جو بایډن او د ډموکراټ ګوند نور مشران مکلفیت لري چې خپل غږ پورته کړي او دغه کړنې وغندي.
د کانګرس د جمهوري غوښتونکې استازې الیس سټیفانیک دفتر چې د ټرمپ لخوا په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د راتلونکي استازې په توګه نومول شوې، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سټیفانیک د خپل ځان په وړاندې د بمي ګواښ څخه خبره شوې.
سټیفانیک د ټرمپ یوه ملاتړې او د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د "اعظمي فشار" د پالیسۍ کلکه پلوي ده.
همدارنګه، لی زلدین، چې د متحده ایالاتو په راتلونکې اداره کې د چاپیریال ساتنې ادارې لپاره د ټرمپ لخوا نومول شوی، د ایکس ټولنیزې شبکې په یو پیغام کې اعلان وکړ چې د بم ایښولو د ګواښ سره یو ځای د "فلسطین څخه د طرفدارۍ" په مضمون یو پیغام ورته استول شوی دی
ټرمپ سږکال، د پنسلوانیا په بټلر ښار کې په یوه انتخاباتي غونډه کې د هدفي ډزو سره مخ شو، چې د هغه یو غوږ لږ ټپي شو. څه وخت وروسته، په فلوریډا کې امنیتي چارواکو د ټرمپ په استوګنځي کې د ډزو او په هغه باندې د احتمالي وژنې د هڅې مخه ونیوله.
د سپینې ماڼۍ یو ویاند د ټرمپ د راتلونکي ادارې لپاره د کاندیدانو په وړاندې د مرګ ګواښونو په اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې، وویل چې د بایډن اداره خبره شوې او د فدرالي ادارو او همدارنګه د ولسمشر د ټاکل شوي لیږد ټیم سره په تماس کې ده.
هغه وویل چې د بایډن حکومت وضعیت له نږدې څاري او د هغه په وینا شخص ولسمشر او د هغه حکومت هر ډول ګواښ یا سیاسي تاوتریخوالي په کلکه غندي.
د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې ویلي دي چې د ټرمپ د ادارې د کاندیدانو او ټاکل شوو کسانو په وړاندې د "بمي ګواښونو" او د جعلي خبرداریو په خپرولو سره له ډارونې له اعمالو څخه خبر دي او په دې برخه کې له پولیسو سره همکاري کوي.
فورم \ دبحث خونه