د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یو بریټانوی توقیف کړی دی


د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو ددې هیواد یو تبعه چې په افغانستان کې یې د یو غیر دولتي سازمان سره کار کاوه، توقیف کړی دی.

د بریټانیا د میرر ورځپاڼې پرون رپوټ ورکړ چې ګرانټ بېلي چې د امنیتي مشاور په توګه یې کار کاوه د طالبالنو له خوا نیول شوی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د فرانس پرس اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "مونږ په افغانستان کې د یو بریټانوي تبعه د توقیف کیدو په اړه خبر یو او د هغه له کورنۍ سره په تماس کې یو چې ورسره مرسته وکړو."

د طالبانو ډلې تر اوسه ددغې موضوع په اړوند تبصره نده کړې.

د میرر ورځپاڼې د یوې امنیتي منبع په نقل قول ویلي چې ښاغلی بېلي د ټوپک په زور نیول شوی او وروستی ځل یې د تیرې شنبې په ورځ له هغه سره خبرې کړې دي. دغې منبع ویلي دي چې دغه بریټانوی ښایي د کابل په یو زندان کې ساتل کیږي.

منبع همدا شان زیاتوي چې ښاغلی بایلي چې شاوخوا ۵۰کلن دی د بهرنیو ځواکونو او دپلوماتانو له وتلو څخه څو اونۍ وروسته د یوې دندې د ترسره کولو لپاره بیرته افغانستان ته تللی و.

بریټانیا د اګسټ د میاشتې په پای کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه او دپلوماتان وایستل.

د لینکډان پاڼې د معلوماتو په اساس ښاغلی بېلي د پروژې د کړکیچ د مدیر په توګه معرفي شوی او په افریقا، جنوبي اسیا او په سومالیا کې د بریټانیا د سفارت په ګډون په منځني ختیځ کې د کاري تجربې سابقه لري.

XS
SM
MD
LG