په برازیل کې د اختلاس او پېسو د سپینولو په اړه د پيل شویو تحقیقاتو په لړ کې د دغه هېواد سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (جوزا لسمه) د برازیل پخوانی ولسمشر فرناندو کولور دي میلو د فساد په تور په اتو کلونو او لسو میاشتو بند محکوم کړ.
محکمې فرناندو کولور محکوم کړی چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ یې ۲۰ میلیون برازیلي ریل [څلور میلیون ډالر] بډې اخیستې، چې د بیا رغونې او د تیلو د دولتي شرکت [پېتروبراس] ترمنځ قراردادونه تنظیم کړي. دی هغه وخت سناتور و.
فرناندو کولور د ۱۹۹۰ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د برازیل ولسمشر و، هغه د پوځ له واکمنۍ (۱۹۶۴-۱۹۸۵) وروسته د برازیل لومړی منتخب ولسمشر ټاکل شوی و، خو د فساد د تورونو له کبله یې له ولسمشرۍ څخه استعفا وکړه چې له استیضاح څخه ځان وژغوري.
د دې میاشتې په سر کې د سترې محکمې قاضیانو فرناندو کولور د پیتروبراس د تیلو شرکت په قضیې کې د مالي فساد او پېسو سپینولو په لږ تر لږه اتو پېښو کې تورن وپېژنده.
د دغې قضیې مشر قاضي ادسن فاچین هغه ته د ۳۳ کالونو بند غوښتنه کړې وه. فاچین د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دې قضیې کې حقایق «ډېر جدي» دي او څرګندوي چې د عمومي وظایفو څخه په شخصي مسائیلو کې ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.
فرانس پرس اژنس د برازیل د سترې محکمې د ویبسایټ د معلوماتو په اساس د فاچین له قوله لیکلي چې دغه پخواني سناتور د پیتروبراس شرکت په «مدیره پلاوي کې په ګمارنو کې له خپل سیاسي نفوذ څخه کار اخیستی او د قراردادونو د تنظیم چارې یې اسانه» کړي دي.
د پېسو په سپینولو کې تر ۴۰ ځلې زیات د هغه په نوم بانکي حساب او د هغه شرکتونو ته ۶۵ ځلې پېسې استول شوي دي. خو د برازیل د دغه پخواني ولسمشر فرناندو کولور دي میلو مدافع وکیلانو دا ټول تورونه رد کړي دي.
په فساد او اختلاس کې د برازیل د سیاسي مشرانو د ښکېلتیا په اړه تحقیقات په ۲۰۱۴ کال کې پیل شول او په ۲۰۲۱ کې په رسمي ډول منحل شول.