د لاس رسي وړ اتصالات

لولا دېسلوا د برازیل د ولسمشرۍ دوهم ځلي ټاکنې وګټلې


لولا دېسلوا د یکشنبې په شپه د ولسمشرۍ د دوهم ځلي ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته
لولا دېسلوا د یکشنبې په شپه د ولسمشرۍ د دوهم ځلي ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته

د برازیل د ولسمشرۍ په دوهم ځلي ټاکنو کې ددغه هېواد پخواني چپ اړخي ولسمشر لولا دېسلوا برحال ولسمشر هایر بولسنارو ته ماتې ورکړه.

د یکشنبې په شپه اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه)، ۹۹.۹ سلنه شمېرل شویو رایو وښودله چې دېسلوا د ټولو رایو ۵۰.۹ سلنه ګټلي دي.

ښي اړخي بولسنارو د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته دمګړی خپله ماتې نده منلې. خو، د بیا ځلي ټاکنو یوه ورځ مخکې، هغه ویلي وو، "پدې کې هیڅ شک نشته چې هر کاندید ډیرې رایې وګټي، [د انتخاباتو] ګټونکی به وي".

دېسلوا د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې له بې وزلۍ څخه د میلیونونو برازیلیانو په ایستلو مشهور دی، په داسې حال کې چې د بولسنارو د ولسمشرۍ دوره د هغه په ښي اړخه سیاستونو، د کرونا په وبا پورې ملنډو وهلو، د آمازون د ځنګلونو د وهلو او د انفلاسیون په لوړې کچې شهرت لري.

دېسلوا ژمنه کړې ده چې له بې وزلو سره د حکومت د مرستو پروګرامونه به رغوي، او د هېواد د بومي خلکو د ستونزو د هواري دپاره به ځانګړی وزارت ایجادوي. ددې اقداماتو دپاره دېسلوا مجبور دی له هغو سیاسي اختلافونو سره مبارزه وکړي چې د محافظه کارانو په واکمنۍ کې ددغه هېواد په کانګرس کې رامنځته شوي دي.

۷۷ کلن دېسلوا له دې وړاندې د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د برازیل ولسمشر پاتې شوی دی. وروسته هغه د اداري فساد په تور د ۱۸ میاشتو دپاره زندان ته ولاړ خو د برازیل سترې محکمې پر هغه باندې لګېدلي تورونه لرې کړل.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دېسلوا ته د مبارکۍ په پیغام کې ویلي چې "په راتلونکو میاشتو او کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو دوام ته سترګې په لار دی".

د فرانسي ولسمشر ایمانویل مکرون دېسلوا ته پر ټوېټر باندې مبارکي ویلې. مکرون په خپل پیغام کې لیکلي چې، له ښاغلي دېسلوا سره به "د دواړو هېوادونو تر منځ ملګرتیا تازه کړي".

XS
SM
MD
LG