د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر اتوني بلینکن د دوشنبې په شپه جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورمه) یو ځل بیا په صراحت سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له ایستلو څخه دفاع وکړه او وویل که له افغانستان څخه یې خپل سرتیري په بشپړه توګه نه وای ایستلي، هیواد یې له دوو پېښو سره مخ کیدی.
ښاغلي بلینکن یو انلاین کنفرانس ته په وینا کې وویل چې له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي سرتیرو پرېکړه د متحده ایالاتو د مخکني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې کړې وه چې باید ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ دمۍ میاشتې تر وروستیو پوري له افغانستان څخه وتلي وای.
نوموړي زیاته کړه: "موږ ته توافق د [امریکا] تیرې ادارې څخه په میراث راپاته شوی و چې متحده ایالات باید تر مۍ میاشتې له افغانستان څخه ووځي، په عوض کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د توافق له پیل څخه بیا د ۲۰۲۱ کال تر مۍ پورې پر امریکايي ځواکونو او ایتلاف برید نکوي."
د دغه امریکايي دپلومات د معلوماتو په اساس، طالبانو همدارنګه ژمنه کړې وه چې د ولایتونو پر مرکزنو له لویو بریدونو څخه ډډه کوي. خو د دغه توافق په اساس طالبانو کولای شوای د افغانستان په ټولو برخو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې وسله والو طالبانو تر یوې اندازې پورې ژمنه کړې وه چې هغو کسانو یا ډلو ته چې د متحده ایالاتو پر ځواکونو او ایتلاف یې د برید پلان لري پټځایونه نه ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن باید ټاکل شوي ضرب الا جل ته په کتو له دغه توافق سره څه کړي وای.
ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې متحده ایالات په هغه وخت کې په افغانستان کې له خپل اوږد ترین جنګ سره مخ و: "موږ باید له خپل ځان څخه پوښتنې وکړو چې دغه جګړې زموږ لپاره کومې ځانګړتیاوې لرلې، څه مو لاسته راوړلی سوای،په کوم لګښت ایا د دې ارزښت لري؟"
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ولسمشر بایډن د دغه ټولو مسائلو په نظر کې نیولو سره دې نتجیې ته ورسېدی چې د امریکا دریم نسل باید د افغانستان جګړې ته ونه لېږل شي.
په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پاتې کېدو په صورت کې احتمالي پېښې
ښاغلي بلینکن همدارنګه هغه ارزیابۍ هم ناسمې وبللې چې متحده ایالات په کم لګښت سره په افغانستان کې خپل درې زره سرتیري پرېښودلو سره خپل حضور ته هلته دوام ورکولی شوای.
نوموړي زیاته کړه: "که چیري له ټاکل شوي ضر الاجل څخه زیات په افغانستان کې پاتې شوي وای، دوې پېښې کېدلې.یو داچې طالبانو زموږ او زموږ د ایتلاف پر ضد بریدونه له سره پيلول او مجبورېدلو له ځان څخه مو دفاع کړې وای، خو په۳۰۰۰ سرتیرو سره نه کېدل."
هغه وویل چې طالبانو د دې علاوه د ولایتونو پر مزکزونو بریدونه له سر څخه پیلول تر څو پر دغه هیواد حاکمیت ټینګ کړي.د بلینکن په وینا په داسې وضعیت کې د متحد ه ایالاتو ۳۰۰۰ سرتیري د ایتلاف او یو شمېر افغان سرتیري د طالبانو بریدونو ته په کتو کافي نه و.
ښاغلي بلینکن د امریکا د دفاع وزیر د څرګندونو په استناد وویل چې که چیري امریکايي سرتیري یو ځل بیا تر برید لاندې راتلل واشنګټن مجبورېدی چې د یو نامحدود وخت لپاره افغانستان ۱۰زره تازه دمه ځواکونه واستوي.
دغه امریکايي مقام یو ځل بیا له افغانستان څخه دټولو امریکايي سرتیرو د پرېکړې څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې په هغه هیواد کې د متحده ایالاتو د سرتیرو پاتې کېدو روښانه پای نه لاره او په خبره یې کوم څه چې تر سره شول «یو مطلق ضرورت و»
ښاغلي بلینکن همدارنګه وویل چې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته امریکا افغانستان ته ته ولاړه او تر لسو کلونو وروسته د اسامه بن لادین په وژل کېدو او د القاده شبکې په کمزوري کېدو سره خپل لومړي هدف ته رسېدلي دي، خو اعتراف یې وکړ چې امریکا په افغانستان کې د «ملت جوړونې» په برخه کې ناکامه شوه.