د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل – فلسطین تر منځ تر ټولو ناوړه تشدد پر مهال سیمې ته د بلینکن سفر


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین داسې مهال راتلونکې اوونۍ مصر، اسرائیل او لویدیځې غاړې ته ولاړ شي چې د فلسطین او اسرائیل تر منځ د تشدد بې سارې پیښې شوي.

یو وسله وال جمعه جنوري ۲۷ بیت المقدس پورې اړوندې سیمې کې په یو کنیسه کې په ډزو کې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل او لس نور یې ټپي کړل.

د دې برید څخه یوه ورځ وړاندې اسرائیلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې یوه خونړۍ چاپه وهلې وه چې په تیرو څو کالونو کې ساری نلري. پدې چاپې کې لږ تر لږه نهه تنه ووژل شول.

د فلسطین جمهور رئیس دا چاپه "عام قتل" بللی او درې ورځ ملي ماتم یې اعلان کړی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت په کنیسې برید غندلې او هغه یې "ظاهراً ترهګریز" برید بللی. د برید څخه وروسته د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د اسرائیل د خوندیتوب لپاره د متحده ایالاتو ژمنه پخپل ځای ده.

ښاغلی بلینکن به پدې سفر کې د مصر، اسرائیل او فلسطین د چارواکو سره وګوري. ویل کیږي چې د بهرنیو چارو وزیر به یکشنبه، دوشنبه او سه شنبه پدې ملاقاتونو کې دموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو په ګډون د موضوعاتو په هکله خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال اسرائیل ته ځي چې هلته د بنجامین نیتن یاهو په مشرۍ نوي حکومت کې ځیني داسې کسان په کابینه کې شامل شوي چې افراطي او د عربو ضد نظر لري.

د متحده ایالاتو حکومت د نیتن یاهو په کابینې کې د دوو سیاستوالو په هکله اندیښنه څرګنده کړې چې یو یې ایتمار بین ګوریر دی.

ښاغلي بین ګویر پدې مشهور دی چې د عربو ضد د کرکې وړ څرګندونې کوي او د نیتن یاهو په حکومت کې ورته د ملي امنیت د وزارت وړاندیز شوی او پدې معنی چې هغه به پدې موقف کې د اسرائیل د پولیسو مشر وي.

خو په عین حال کې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وایي د اسرائیل د نوي صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د حکومت سره د ښکاره اختلافاتو باوجود به واشنګټن د دې هیواد سره خپل ټینګ ملاتړ کم نه کاندي.

انتوني بلینکن خبرداری ورکړی چې متحده ایالات به د اسرائیل د حکومت په هغو پالیسو اعتراض وکاندي چې فلسطینیان پکې څنډې ته کیږي او یا د دوه بیلو هیوادونو جوړیدو د حل لاره ستونزمنه کوي.

هغه زیاته کړه، " د اسرائیل د نوي حکومت څخه هیله لرو چې د ګډو ارزښتونو پرمختګ کې راسره شریک کار وکړي. مونږ به د انفرادي اشخاصو پر ځای د هغوي د پالیسیو له مخې د نوي حکومت سره تعامل وکړو".

کارپوهان پدې اند دی چې پداسې یو وخت کې سیمې ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر سفر به ښایي خورا ستونزمن وي.

له یوې خوا اسرائیل په غزې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، هوایي بریدونه کړي، بل پلو په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو د چاپې له کبله چې ۹ تنه پکې ووژل شول، د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین حکومت د اسرائیل سره د امنیتي همکارۍ موافقې ځنډولې.

واشنګټن غواړي د اسرائیل – فلسطین د شخړې د حل لپاره د دوه بیلو هیوادونو حل لاره تعقیب کړي.

XS
SM
MD
LG