د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: چین ممکن روسیې ته وسلې ورکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۹ (سلواغه ۳۰) اندېښنه وښودله چې چین ښايي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ملاتړ په هدف، مسکو ته د وسلو په لېږلو غور کوي.

بلینکن وویل: "چین په تبلیغاتي، سیاسي او دیپلوماتیکه برخه کې د روسیې په ملاتړ کې ښکېل دی، خو مونږ داسی د اندېښنې وړ معلومات هم ترلاسه کړي چې دوی غواړي د اوکراین په ضد جګړه کې، روسیې ته پوځي تجهیزات ولیږي. ماته مهمه وه چې دا خبره د وانګ یي سره شریکه کړم چې دا به لویه ستونزه جوړه کړي."

ښاغلي بلینکن دا خبرې په جرمني کې د مونشن د امنیتي غونډې په څنډه کې د خپل چینایي سیال وانګ یي سره له ملاقات وروسته وکړې.

بلینکن په دې ملاقات کې دا خبردرای هم ورکړ چې د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د چین د جاسوسۍ بالون راتلل باید هیڅکله تکرار نشي.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د یو کال پوره کیدو په درشل کې، له اې.بي.سي تلویزیون سره په مرکه کې، بلینکن د اوکراین له لوري د جنګي جیټ الوتکو او اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د غوښتنې په اړه وغږېد.

هغه وویل: "هغه څه چې زموږ له منځه هیڅ یو یې باید ونکړو، هغه پر هرډول یو ځانګړي پوځی سیستم یا وسلې ډېره تکیه او تمرکز کول دي. مونږ باید دا یقیني کړو چې اوکراینیان د هغو سیستمونو د کارولو لپاره روزل شوي وي چې مونږ ورلیږلي."

خو یوه مخکښ جمهوريت غوښتونکي، سناتور لیندسي ګراهام، د "اې.بي.سي دا اونۍ" خپرونه کې وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ماتولو دپاره باید یو لړ چټک اقدامات وشي.

ښاغلي ګراهام وویل: "تاسې د هغه د ماتولو دپاره د اوکراینیانو پوځي قابلیت لوړ کړئ چې روسیه له اوکراین څخه وشړي. تاسو د پوتین په مشرۍ روسیه د ترهګرۍ ملاتړی هېواد ښکاره کړئ. تاسو [پدې اړه] نړیوالې محکمې رامنځ ته کړئ."

بلینکن د یکشنبې په ورځ له جرمني څخه ترکیې ته ولاړ او هلته يي له زلزله ځپلو سیمو لیدنه وکړه. هغه پدې سفر کې د ترکیې او سوریې سره د امریکا د لږترلږه ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرستې خبر ورکړ. د بروکینګز څیړنیز مرکز غړی، کمال کرسجي، د بلینکن دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو د سمون لپاره یو ښه فرصت بولي.

هغه وویل: "د زلزلې لږ مخکې د ترکیې یو وزیر د امریکا اړوند ډيره بده او د خپګان وړ تبصره کړې وه. فکر کوم دا ډول تماسونه د دې فرصت مساعدوي چې یو ډول همکاري رامنځ ته شي."

اروپا ته د بلینکن په سفر کې یونان هم شامل دی، چیرې چې ټاکل شوې هغه په دفاعي همکاریو وغږیږي او د فبروري په ۲۱ نیټه به د امریکا او یونان د ستراتیژیک ډایلوګ مجلس پیل کړي.

XS
SM
MD
LG