د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن وايي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ به هماغسې کنګل پاتې شي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومې۲۶) وویل، چې د افغانستان د بشري بحران او د دغه کړکیچ څخه د پیدا شوي ګواښ په اړه یې ۱۴۰۶۴ اجرايي فرمان د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ۱۱مې نېټې وروسته هم د اجرا وړ دی.

دا فرمان د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۱۱مه صادر شوی و، چې په اساس یې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ به هماغسې کنګل پاتې وي.

د امریکا د قانون په اساس، دا ډول فرمانونه په خپله لغوه کېږي، مګر که ولسمشر یې له یو کال تېرېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د فدرال په جریدې کې د تطبیق دوام خپور کړي او کانګرس ته یې په اړه معلومات ورکړي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر جوبايډن له خولې لیکلي‌ دي: «د دغې مادې په اساس، دا لاندې اعلامیه مې د فدرال جریدې ته د خپرېدو لپاره واستوله او څرګنده مې کړه، چې په افغانستان کې لوی بشري بحران او د ژور اقتصادي سقوط احتمال ته په کتو، دا اضطراري حالت چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱ نېټه د ۱۴۰۶۴ اجرايي فرمان کې درج شوی، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ۱۱ نېټې وراخوا هم د اجرا وړ دی.»

د طالبانو حکومت، چې اوس په افغانستان کې واکمن دی، د دغه راپور تر خپرېدو پورې لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې تل د دغو کنګل شویو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

جوبایډن ویلی دي چې د افغانستان د مشخصو شتمنیو ساتل د دغو اضطراري حالاتو او د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ لپاره ډېر مهم دي.

د سپینۍ ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي چې «معیشتي حمایت، اوبو، روغتیا، حفظ الصحې، سرپنا» او د غذايي مصونیت په برخو کې د افغانانو عاجله اړتیا او همدغه راز «بشري بحران او د اقتصادي سقوط احتمال» هغه غیر عادي ګواښونه دي چې د «متحدو ایالتونو ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته یې فوق العاده تهدید متوجه کړی» دی.

بایډن ویلي دي‌ چې د سپتمبر د یولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنیو په ګډون بېلا بېل اړخونه د افغانستان بانک په دغو شتمنیو باندې حقوقي ادعاوې لري او یا یې د حقوقي‌ ادعا د کولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

تېرکال په متحدو ایالتونو کې یوې محکمې پرېکړه وکړ چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو غړي د دغو کنګل شویو شتمنیو د ۳.۵ میلیارد ډالرو د اخیستو مستحق نه دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېته په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، متحدو ایالتونو او نورو لویدیځو هېوادونو د افغانستان بانک څه باندې ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ کنګل کړې، چې د طالبان یې وانخلي.

د دغو شتمنیو څخه یې اووه میلیارد په نیویارک کې د فدرال په زیرمو کې ساتل کېدل چې بیا یې ۳.۵ میلیارد په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته انتقال شول.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د فبرورۍ په ۱۱ نېته د کنګل شویو شتمنیو د ۳.۵ میلیارد ډالرو کارولو ته اجازه ورکړه او پاتې برخه یې په متحدو ایالتونو کې ګنګل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG