د هند د سینما ستوری سیف علي خان د چهارشنبې په شپه جنوري ۱۵ (مرغومې۲۶) په خپل کور په چاقو وهل شوی او ژوبل شوی دی.
هندي رسنۍ وايي چې یو غل د هغه کور ته ننوتی و، د هغه ساتونکي ورسره لاس او ګریوان شوی، خو کله چې سیف علي خان مداخله کړې، غل پرې د چاقو ګوزارونه کړي او شپږ ځایه یې ژوبل کړی دی.
پولیس وايي د هغه دوه زخمونه ژور دي او یو ټپ یې د ملا تېر ته نژدی چې خطرناک تمامېدای شي. د ممبۍ پولیس وایي چې بریدګر تښتېدلی دی.
د ممباۍ د لیلاوتي په روغتون کې یو موظف ډاکټر ویلي دي چې سیف علي خان تر جراحي عملیاتو لاندې دی او له عملیاتو وروسته به یې د زخمونو حالت معلوم شي.
په دغه برید کې د سیف علي خان مېرمنې کرینا کپور ته، چې د هند سینمايي ستورې ده، او دوو زامنو تیمور او جی ته کوم زیان رسېدلی نه دی.
دې پېښې په هند کې د شتمنو خلکو د اوسېدو په سیمو کې هم د نا امنۍ اندېښنې پارولي دي.
د هند نورو سینمايي ستوریو او د سیف علي خان مینه والو په دې پېښې خواشیني ښودلې او هغه ته یې د ژر رغېدو هیله کړې ده.
فورم \ دبحث خونه