په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ د مارچ پنځلسمه (کب ۲۵) د اسلام څخه د کرکې (اسلام فوبیا) پر ضد د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د اسلام څخه د کرکې پدیده په امریکا کې ځای نه لري.
په دې مناسبت د سپينې ماڼۍ په یوه اعلاميه کې بایډن اندېښنه ښودلې چې په غزه کې د جګړې په پراخېدو سره مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو مذهبي عقايدو له امله له کرکې او تاوتريخوالي سره مخ کیږي.
بایډن وویل: "ما په وار وار ویلي دي: د اسلام نه کرکه زموږ په هیواد کې ځای نه لري. بیا هم په متحده ایالاتو کې مسلمانان په خپل ورځني ژوند کې ډار او ګواښونه، ښکاره تبعیض، ځورونې او تاوتریخوالي تجربه کوي."
د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، د بایډن اداره د اسلام څخه د کرکې او د تعصب او تبعیض د نورو ډولونو په وړاندې د مبارزې لپاره د متحده ایالاتو د لومړنۍ ملي ستراتیژۍ په یوه طرحه کار کوي.
په اعلامیه کې راغلي: "د دې ستراتیژۍ هدف د مسلمانانو، سیکانو، سویلي آسیا او عربي امریکایی ټولنو په وړاندې د نفرت او تعصب د مختلفو ډولونو سره د مبارزې لپاره د ټولنې متحرک کول او همدارنګه زمونږ هیواد ته د هغوی د میراث او ارزښتناکو مرستو په اړه د پوهاوي لوړول دي."
متحده ایالاتو په ۲۰۲۲ کې د دولتي مقاماتو یوه کمیټه جوړه کړه ترڅو د یهودیت او اسلام څخه د کرکې او د مذهبي عقایدو پر اساس د تبعیض او تعصب نورو ډولونو سره مبارزه وکړي.
په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د جګړې له پیلیدو وروسته، په امریکا کې میشتو یهودانو او مسلمانانو رپوټ ورکړ چې په متحده ایالاتو کې د یهودي ضد او اسلام څخه د کرکې په پیښو کې بې ساری زیاتوالی راغلی.
د امریکا د ایلینوی ایالت پولیسو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې وویل چې یو ۷۱ کلن امریکايي سړي د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له امله یو شپږ کلن فلسطینی ماشوم په خپل کور کې په چړو وواهه او وواژه او د هغه مور یې سخته ټپي کړه.
د اسلام څخه د کرکې پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت، بایډن وویل چې هغه به د خپلې میرمن جیل بایډن سره یوځای د دې مسلمان ماشوم یادښت ونمانځي او د هغه قتل "ټولو امریکایانو ته یادونه کوي چې دوی باید پرته له کوم ځنډ څخه د نفرت په وړاندې ودریږي."
په دغه اعلامیه کې بایډن د نړۍ مسلمانانو ته د روژې د میاشتې مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه چې په امریکا او نړۍ کې د اسلام څخه د کرکې (اسلام فوبیا) د ختمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
فورم \ دبحث خونه