د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه مارچ ۱۰ (کب ۲۰) د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې را رسیدو په مناسبت د مبارکۍ پیغام ورکولو تر څنګ ویلي چې دا ځل روژه د "ستر غم" پر مهال راغلې.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې چې د واشنګټن پر وخت یکشنبه ناوخته خپره شوې د ښاغلي بایډن له قوله ویل شوي چې د غزې په جګړې کې د فلسطین ولس "هیبتناکه کړاو" تیر کړی او په وینا یې چې په څه باندې ۳۰ زرو وژل شویو کې د زرګونو ماشومانو په ګډون ډیری یې ملکیان و.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د جګړې له کبله نږدې دوه ملیونه فلسطینیان بې کوره شوي هم دي چې خواړو، د څښاک اوبو، دارو درملو او سرپناوو ته عاجله اړتیا لري.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ویلي پداسې حال کې چې د نړۍ مسلمانان په راتلونکو ورځو او اوونیو کې روژه ماتي ته راټولیږي، د "ډیرو په ذهنونو کې به د فلسطین د ولس کړاو" وي.
بایډن ویلي چې د هغوي کړاو به زما په ذهن کې هم وي.
د امریکا مشر یو ځل بیا ویلي چې هیوا به یې د غزې تړانګې ته د لا ډیرو بشري مرستو رسولو چارو مشرۍ ته دوام ورکړي او دا چې د هوا، ځمکې او بحر د لارې به مرستې ادامه ولري.
جو بایډن همدارنګه د هغه اظطراري بندر یادونه هم وکړله چې تیره اوونۍ یې د امریکا پوځ د مدیترانیې په بحیرې کې د جوړولو هدایت ورکړی و او زیاته یې کړه چې د هوا له لارې د مرستو رسول به هم ادامه ولري.
جمهور رئیس همدارنګه ویلي چې د مرستو رسولو تر څنګ به متحده ایالات په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ په سمدستي توګه د شپږو اوونیو لپاره اوربند کیدو په هکله هم په پرله پسې توګه هلې ځلې وکړي تر څو له یوې خوا غزې ته لا ډیرې مرستې واستول شي او له بلې خوا د حماس لخوا پاتې یرغمل شوي کسان هم خوشې شي.
جو بایډن د منځني ختیځ د شخړې حل لپاره د دوه بیلو دولتونو یادونه هم کړې چې د پخوا راهیسې د متحده ایالاتو دریځ دی چې د بایډن په وینا فلسطینیان او اسرائیل به پکې په برابره توګه آزادي، وقار، امنیت او سوکالي ولري.
په اعلامیې کې ویل شوي چې دا اقدام د دوامدارې سولې لپاره د حل یوازینۍ لار ده.
جمهور رئیس په اعلامیې کې په متحده ایالاتو د امریکایي مسلمانانو پر ضد د کرکې او تشدد پیښو په ډیروالي هم اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د اسلام څخه کرکه په متحده ایالاتو کې هیڅ ځای نلري.
په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکا په جوړولو کې مسلمانو کډوالو هم خپله برخه کار کړی.
جو بایډن ویلي چې حکومت یې امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ټول هیواد کې د اسلام څخه ډار او د سیکانو، جنوبي آسیا د هیوادنو اتباعو، آسیایي نژادو، عربانو او امریکایي ټولنې کې د هر ډول تبعیض او تعصب سره د مبارزې لپاره ملي تګلاره جوړوي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې جمهور رئیس بایډن ویلي چې په متحده ایالات کې میشت مسلمانان دې ټولنې او د امریکایۍ کورنۍ ارزښت لرونکي غړي دي.
فورم \ دبحث خونه