د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن جنرال براون د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز څوکۍ ته نوماند کړ


ولسمشر بایډن په سپینې ماڼۍ کې جنرال چارلز براون د پوځ لوړ مقام ته نوماند کړ
ولسمشر بایډن په سپینې ماڼۍ کې جنرال چارلز براون د پوځ لوړ مقام ته نوماند کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (جوزا څلورمه) جنرال چارلز براون د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز څوکۍ ته نوماند کړ او دا تور پوستی پوځي پیلوټ یې اتل وباله.

که د متحدو ایالتونو سنا د هوايي ځواکونو د دغه جنرال نوماندي تائید کړي، هغه به د ولسمشر بایډن لوړ پوړی پوځي مشاور شي او د دفاع د وزیر جنرال لوید استن تر څنګ به دویم تور پوستی جنرال وي چې د متحدو ایالتونو د پوځ د یو لوړ مقام مشري کوي.

فرانس پرس اژانس د ولسمشر جو بایډن له خولې لیکلي دي: «جنرال براون د مبارزینو د لیکو یو ویاړلی مبارز دی.»

براون په خپل کاري ژوند کې د ۳۰۰۰ ساعتونو د پرواز ریکارډ لري. په دې کې ۱۳۰ ساعته جنګي پروازونه دي.

جو بایډن د هغه د نوماند کولو په مهال وویل چې جنرال چارلز براون پوهېږي کله مقاومت وکړي او څنګه په ارامو ماغزو کار وکړي. دغه جنرال دا مهال د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک لوی درستیز دی.

ولسمشر بایډن زیاته کړه جنرال براون په خپلې دندې کې په نړۍ کې د بېساریو پوځي عملیاتو پوهه ترلاسه کړې «او توانېدلی چې زموږ د متحدینو او شریکانو درناوی» ترلاسه کړي.

که جنرال براون د سنا تائیدي ترلاسه کړي، له کولن پاول څخه وروسته به، چې له ۱۹۸۹ کال څخه نیولې تر ۱۹۹۳ کال پورې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز و، دویم تور پوستی امریکايي جنرال وي چې دا دنده مخې ته وړي.

ولسمشر بایډن وویل چې چارلز براون به د محاربوي ځواکونو د حفاظت لپاره لاس په کار کېږي چې د هر ډول ګواښ د مخنیوي او ختمولو وړتیا به ولري.

دا مهال جنرال مارک میلي د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دی چې څلور کلنه دوره یې د روان کال د سپتمبر په میاشت کې پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG