د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر : د افغانستان څخه د وتلو د بڼې په هکله هیڅ ډول پښیماني نلرم


د دفاع وزیر لیوډ آسټن او د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي د استازو مجلس ته د دفاعي بودجې په هکله د وضاحت لپاره غوښتل شوي و.
د دفاع وزیر لیوډ آسټن او د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي د استازو مجلس ته د دفاعي بودجې په هکله د وضاحت لپاره غوښتل شوي و.

د افغانستان څخه د ناټو په مشرۍ د امریکایي ځواکونو تر وتلو نږدې ۱۸ میاشتې وروسته، د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن وایي په کوم ډول چې امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه وتلي، دی یې په هکله هیڅ ډول پښیماني نلري.

لویډ آسټن او د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي چې د چارشنبې په ورځ د استازو مجلس وسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته د راتلونکې کال د دفاعي بودجې په هکله د وضاحت لپاره ورغوښتل شوي و، د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د چارو په هکله هم ترې پوښتنې وشوې.

پدې کمیټې کې جمهوري غوښتونکي استازي جیم بانکس د کابل په هوایي ډګر کې د تخلیې بهیر په وروستیو ورځو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې هغه برید یاد کړ چې ۱۳ امریکایي سرتیري پکې ووژل شول. ښاغلي بانکس ټینګار وکړ چې د سرتیرو د وتلو بڼه له "شرمه ډکه او مرګونې" وه او په همدې هکله یې د دفاع وزیر څخه وپوښتل چې آیا پدې پیښې پښیمان دی که نه؟

لویډ آسټن چې په هغه وخت کې یې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې ملاتړ کاوه، په ځواب کې وویل چې، " هیڅ ډول پښیماني نلري".

د دفاع وزیر لویډ آسټن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا کوم څوک به په پنټاګان کې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د "بې نظمه او وژونکي" وتو په خاطر مسؤل وبلل شي او که نه وویل، "زمونږ سرتیرو د هوایي ډګر څخه ۱۲۴ زره تنه تخلیه کړل".

ښاغلي آسټن زیاته کړه چې پدې هکله د دفاع وزارت هیڅ کوم چارواکی رټل شوی ندی او نه هم پوښتل شویدی".

جمهوري غوښتونکي چې دا ځل د استازو په مجلس کې اکثریت لري، د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت فشار راوړي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې کومې سهوې وشوې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ او ګڼ شمیر امریکایان او زرګونه افغانان چې د امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې مرسته کړې وه، پاتې شول؟


د استاوز مجلس غړي مایکل مک کال د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت انتقاد کړی چې په پرله پسې توګه یې د څارنې او ارزیابۍ په خاطر د اسنادو د ورکړې څخه انکار کړی او د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راوتلو په هکله معلومات نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې انتقاد په ځواب کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې راپدیخوا یې په افغانستان کې د پالیسي او امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله د کانګرس جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو ګډو کمیټو ته ۱۵۰ ځله معلومات ورکړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش یا د سیګار د دفتر مشر جان سوپکو هم په یو راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارت په ګډون ګڼ شمیر فدرالي ادارې ورسره د معلوماتو شریکولو په برخې کې پوره همکاري نکوي.

سیګار تېر کال په خپل یوه راپور کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو بیړني وتل ددې لامل وبلل چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونه له منځه ولاړ شي او واک طالبانو ته په لاس ورشي

XS
SM
MD
LG