د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکا د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته نوماندي اعلان کړه 


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) د راتلونکي کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته بیا ځان نوماند کړ، د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاملا هریس بیاهم د هغه د مرستیالې په توګه انتخاباتي کمپاین ته مخه کوي.

جو بایډن د "آزادۍ" په نامه ویدیو کې د امریکایانو څخه وغوښتل چې د بنسټیزو آزادیو او د دموکراسۍ لپاره د هغه ملاتړ وکړي.

هغه په ټویټر یوه ویدیو خپره کړې او لیکلي یې دي: "هر نسل یوه شیبه لري چیرې چې دوی باید د ډیموکراسۍ لپاره ودریږي، د خپلو بنسټیزو آزادیو لپاره ودریږي."

د هغه د کار په لومړیو دوه کلونو کې د یو لړ لویو مقننه بریاو او د بهرنۍ پالیسۍ د مشکلاتو په پام کې نیولو سره داسې بریښي چې بایډن به د دیموکرات ګوند دننه هیڅ ریښتینی سیال ونلري.

خو دا ۸۰ کلن ولسمشر پداسې حال کې د راتلونکي کال په ټاکنو کې بیا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وړاندې دیریږي چې ښایي د خپل عمر په خاطر د دوامداره او سختې ارزونې سره مخ وي.

د فبرورۍ په میاشت کې د جو بایډن طبي معایناتو وښودله چې هغه د ولسمشر په توګه د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره په بشپړ ډول روغ دی، خو که وټاکل شي، د خپلې دویمې دورې تر پایه به ۸۶ کلن شي او د هغه اکثریت پلویان وايي چې هغه به د ولسمشرۍ لپاره ډیر زوړ وي.

د ای بي سي تلویزیوني شبکې یوه نظرپوښتنه چې تیره اونۍ خپره شوه ښیي چې ۷۰ سلنه امریکایان، د ۵۱ سلنه دیموکراټانو په ګډون پدې باور دي چې جو بایډن باید د راتلونکي کال په ټاکنو کې برخه وانخلي.

خو بایډن ویلي دي چې د ولسمشرۍ د دندو د ترسره کولو وړتیا لري.

پداسې حال کې چې جو بایډن په راتلونکي یو نیم کال کې د ولسمشرۍ له ګټو څخه برخورداره وي، جمهوري غوښتونکو د ټاکنو د فصل ګډوډ کمپاین پیل کړی دی.

سره له چې ډونالډ ټرمپ د جنایي تورونو سره مخامخ دی هڅه کوي د بایډن په وړاندې خپله مخکنۍ ماتې په راتلونکو انتخاباتو کې په بریا واړوي.

هغه تیره ورځ پر بایډن باندې په انتقاد سره وویل هغه ناکامۍ چې هغه درلودلي د اټکل وړ نده چې هغه دې په انتخاباتو کې د ګډون په اړه فکر وکړي.

د ۷۶ کلن ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکي احتمالي سیلان د فلوریدا والي ۴۴ کلن ران دي‌سانتس، چې د ټرمپ په څیر ښی اړخی دی.

د جنوبي کارولینا پخوانۍ والي او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي هم د فبرورۍ په میاشت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیداتورۍ ته نومانده شوه.

هیلي د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال له یو شمېر چارواکو سره اختلاف درلود او کله چې یې په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ په مشرۍ اداره یې پرېښوده، داسې ګونګوسې وو چې په ۲۰۲۰ کال کې به د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ودرېږي او یا به د هغه مرستیاله شي، خو داسې ونه شول.

دا ځل به جوبایډن د دیموکراسۍ د ژغورلو ترڅنګ پر اقتصاد تمرکز وکړي، په امریکا کې بیا د تولیداتو جذبول او په دغه هېواد کې کارموندنې به د هغه د ایجنډا په سر کې ځای ولري.

د ټاکنو تر ورځې پورې لا ۱۸ میاشتې شته خو یو په درېیمه برخه امریکایان وایي چې دوی وار له مخه د بایډن او ټرمپ د بیاځلي سیالۍ په اړه د ستړیا احساس لري. ۲۹ سلنه نورو ویلي چې د دوی سیالیو په خلکو کې ویره راپارولې ده.

بایډن د خپلې نوماندي اعلان د ۲۰۲۱ د جنوري ۶ مې لارینو په هغو انځورونو پیل کړی چې د دغه هیواد د پارلمان په ودانۍ کې په تاوتریخولي واوښتل. نظرپوښتنې ښیي چې اکثره امریکایان دغه هیواد په پارلمان د برید سره مخالف دي. مګر شنونکي وايي بایډن لاهم د یوې سختې سیاسي سیالي سره مخ دی.

د وانډربیلټ پوهنتون استاد توماس شوارټز توماس شوارټز وویل: "نوموړی یو وېشونکی شخصیت دی. له افغانستانه د وتلو راهیسې د هغه محبوبیت تر ۵۰ سلنې کم دی، په عامه اصطلاح ویلی شو چې هغه یو محبوب ولسمشر نه دی."

له بایډن سره په ټاکنو کې د هغه مرستیالې کمالا هیریس نوم بیا د سقط جنین لپاره د حکومت د ملاتړ څرګندولو لپاره کارول کیږي. په اعلان کې د بایډن عمر په هکله څه نه دي ویل شوي ، مګر ۸۰ کاله عمر له نیوکو سره مخ دی. باور دا دی چې نوموړی د نړۍ د ترټولو درنې دندې د تر سره کولو لپاره ډیر زوړ دی.

XS
SM
MD
LG