د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بایډن: "ویاړم چې بیا په سپینې ماڼۍ کې کوچنی اختر لمانځم"


جمهور رئیس بایډن او میرمن یې تیر کال هم د کوچني اختر په مناسبت په سپینې ماڼۍ کې د مسلمانانو لپاره غونډه جوړه کړې وه.
جمهور رئیس بایډن او میرمن یې تیر کال هم د کوچني اختر په مناسبت په سپینې ماڼۍ کې د مسلمانانو لپاره غونډه جوړه کړې وه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او میرمن یې جل بایډن د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي چې ویاړي سږ کال یو ځل بیا دا اختر په سپینې ماڼۍ کې د هغو "الهام ورکوونکو" امریکایي مسلمانانو د درناوي لپاره لمانځي چې د هیواد په ګوډ ګوډ کې همکاري کوي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې چې پنجشنبه اپریل ۲۰ (وري۳۱) د واشنګټن پر وخت د شپې ناوخته خپره شوه راغلي، " زه د هغو کورنیو په سخاوت تشویق شوی یم چې زکات الطر اړمنو کورنیو ته ورکوي تر څو هغوي وکړی شي خواړه ولري".

"زه او جل تاسو او ستاسو عزیزانو ته خوشحاله او نیکمرعه د کوچني اختر مبارکي وایم"

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن همدرانګه د سولې او د ټولو خلکو د حرمت او حقونو لپاره د دریدو غوښتنه کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو حکومت د اسلام څخه د کرکې په ګډون د کرکې د ټولو ډولونو سره د مبارزې کولو ژمنه کوي.

جمهور رئیس بایډن ویلي، " له همدې کبله ما د اداراتو تر منځ یوه کاري ډله جوړه کړې چې د حکومت جګپوړي چارواکي پکې شته چې د دې ستونزو سره مقابله وکړي او ټول امریکایان لا ټولشموله ملت جوړولو ته وهڅوي".

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې امریکايي مسلمانان د لابراتوارانو، فابریکو، ټکنالوژیو ادارو څخه نیولې د پوځ ویاړلي غړي هم دي.

جمهور رئیس بایډن تیر کال هم له خپلې میرمن جیل بایډن سره یو ځایپه سپینې ماڼۍ کې د اختر په مناسبت یوه میلمستیا کې د مسلمانانو د بېلا بېلو ټولنو له یو شمېر استازو سره ګډون کړی و.

ښاغلی بایډن په خپله کاتولیک دی خو تیر کال یې د کوچني اختر د لمانځلو په مناسبت غونډې کې وویل چې د ابراهیمي دینونو ترمنځ‌ ډېر شباهتونه شته او په لومړي ځل د دغو دینونو لارویان خپلې سپېڅلې ورځې یو ځای لمانځي- کوچنی اختر، د یهودیان د فصح اختر او د مسیحیانو سپېڅلی اختر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین هم د امریکا د ولس او وزارت په استازیتوب د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکې ویلې.

ښاغلي بلنکین په اعلامیې کې ویلي چې د کوچني اختر د لمانځلو پر وخت باید "هغوي هیر نکړو چې د شخړې، تشدد، ځورونې او بشري ناورین له کبله نشي کولي اختر پخپلو کورونو کې ولمانځي".

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې متحده ایالات د ټولو لپاره د سولې، عدالت او مذهبي آزادۍ ترویج کولو ته ټینګ تعهد لري.

XS
SM
MD
LG