د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو پړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غاړه اچولې ده.
سپینې ماڼۍ د پنج شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۷) په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې د ورستیو دوو کلونو په اړه د تر سره شوې څېړنې د راپور لنډیز خپور کړ. په راپور کې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو مسولیت تر ډېره ندی منلی او ویلي یې دي چې د ټرمپ پرېکړو د بایډن انتخاب او اختیار "سخت محدود" کړی و.
په راپور کې منل شوې چې له افغانستان څخه د امریکایانو او د هغوی د متحدینو د ایستلو بهیر باید له وخته پیل شوی وای خو پدې برخه کې د ځنډ راتلو پړه یې د افغانستان پر حکومت او پوځ او همدارنګه د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو په ارزونو اچولې ده.
د راپور دغه لنډیز کومې خپلواکې ادارې ندی لیکلی، بلکې په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت د شورا له خوا چمتو شوی دی. سپینې ماڼۍ ویلي چې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له خوا د ترسره شوې څېړنې بشپړ راپور چې د پنجشنبې په ورځ په خصوصي ډول کانګرس ته استول شوی، محرم دی او په عامه ډول نه خپریږي.
د سپینې ماڼۍ له خوا د خپاره شوي راپور په لنډیز کې راغلي چې "له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر بایډن انتخابونه د هغه څخه د مخکیني ولسمشر له خوا جوړو شویو شرایطو سخت محدود کړي وو" او زیاته کړې یې ده، کله چې بایډن ولسمشر شو، "طالبانو د ۲۰۰۱ راهیسې تر ټول زیات پوځي توان درلود او د هېواد شاوخوا نیمايي برخه یې تر واک او یا هم تر تهدید لاندې وه."
پخواني ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو راهیسې په وار وار د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر نیوکه کړې ده. نوموړي په تېر اګست کې په واشنګټن کې د "لومړي امریکا اجنډا" تر عنوان لاندې غونډې ته په وینا کې وویل: "موږ هغه ملت یو چې په افغانستان کې تسلیم شوو. وژل شوي سرتېري، امریکايي وګړي او د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهیزات مو تر شا پرېښودل."
ټرمپ په هغه وخت کې دا ادعا هم کړې وه چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو ته د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت غوره نظامي تجهیزات په لاس ورغلي دي. نوموړي وړاندیز کړی وو چې امریکایي ځواکونه باید بیرته افغانستان ته واستول شي چې د طالبانو څخه نظامي وسایل او تجهیزات بیرته تر لاسه کړي.
د سپینې ماڼۍ په راپور کې، د جګړې لپاره د افغان پوځ د چمتوالي په اړه د استخباراتي ادارو د خوشبینانه ارزونو پړه منل شوې او ویل شوي چې بایډن له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د سرعت لپاره د پوځ د قوماندانانو سپارښتنې تعقیب کړي دي.
د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ وویل: "ښکاره ده چې موږ کار په سمه توګه ترسره نکړ." خو نوموړي دې پوښتنې ته ځواب ورنکړ چې ایا بایډن له افغانستان څخه د وتلو په تړاو پر خپلو پرېکړو او اقداماتو پښېمانه دی.
کربي د راپور په اړه وویل چې "هدف حساب ورکول نه دي"، بلکې پدې پوهېدل دي چې څه پېښ شول ترڅو په راتلونکي کې د تصمیمونو په نیولو کې ورڅخه استفاده وشي.
د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو پر وتلو سختې نیوکې کړي او په ځانګړي ډول یې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې هغه ځانمرګی برید یاد کړی چې د کابل په هوايي ډګر کې یې ۱۳ امریکايي سرتیري او تر سلو ډېر افغانان ووژل.
د کانګرس د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي رئیس کیون مک کارتي د جنوري په میاشت کې ددغې څوکۍ له ګټلو وروسته خبرداری ورکړ چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په ګډون د بایډن د حکومت د یو شمیر پالیسو په اړه تحقیقات کوي.
له افغانستان څخه د امریکايي ځوکونو د وتلو په اړه په کانګرس کې دا تحقیقات تېره میاشت پیل شول. په عین وخت کې د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال نیوکه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د تحقیقاتو دپاره د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلی دی او په خبره یې، د امریکا خلک "ګمراه " کوي.
مککال د مارچ ۱۵ په یوې اعلامیې کې وویل: "د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د تلو په اړه د تحقیقاتو په مخکې خنډ جوړول روان ساتلي او موږ دا نشو زغملای. د امریکا خلک له افغانستان څخه د ناورین زېږونکي خروج په اړه د ځوابونو د ترلاسه کولو مستحق دي. "
د دوحې تړون
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو راهیسې، بایډن د طالبانو او ټرمپ د ادارې تر منځ د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې په دوحه کې په لاسلیک شوي تړون انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دې تړون متحده ایالات مجبور کړی چې له افغانستان څخه ووځي.
د یو شمېر څېړونکو په باور د دوحې تړون طالبانو ته د پام وړ مشروعیت ورکړ او دا انتقاد هم شوی چې په تړون کې د امریکا ملاتړ لرونکی افغان حکومت له پامه غورځول شوی وو چې له تړون یو کال وروسته یې سقوط وکړ.
افغان حکومت د دوحې له تړون وروسته، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو د شرط په توګه شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل. کربي یادونه وکړه چې د زندانیانو د خوشې کولو دا پرېکړه او د "غفلت" له مخې ځینې نور ترسره شوي اقدامات د بایډن ادارې ته په میراث پاتې شوي دي.
خو د دوحې تړون امریکا ته دا حق ورکړی وو چې د سولې د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې له تړون څخه ترشا شي.
ددې تړون له مخې، متحده ایالات اړ وو چې د ۲۰۲۱ کلا د مې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي. بایډن دغه نېټه د هغه کال سپتمر ته وځنډوله خو د نور زیات ځنډولو څخه یې ډډه وکړه او دلیل یې وړاندې کړ چې نور ځنډ به په افغانستان کې د امریکا جګړه چې ډېر پخوا باید پای ته رسېدلې وای، نوره هم اوږده کړي.
افغانستان کې د امریکا له وتلو وروسته د ترهګرۍ ضد عملیات
د افغانستان څخه له وتلو وروسته، امریکا د جولای په میاشت کې په کابل کې د یو هوايي برید په ترڅ کې د القاعده رهبر ایمن الظواهري وواژه. نوموړی په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمر د ۱۱مې د القاعدې د بریدونو پر وخت ددغې ډلې مرستیال وو.
د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو د ایستلو لپاره د خپلې ادارې له اقداماتو ننګه وکړه او ویې ویل چې پدې برخه کې حکومت خپله پوره هڅه کړې ده.
ددې رپوټ ځنې معلومات د اسوشیتید پرس اژانس څخه اخیستل شوي دي.