د لاس رسي وړ اتصالات

بیلاروس د نوبل جایزې ګټونکی "الس بیالیاتسکی" په ۱۰ کاله بند محکوم کړ 


د نوبل جایزې ګټونکي او د بیلاروس د بشري حقونو د تر ټولو نامتو ډلې بنسټ ایښودونکي الس بیالیاتسکي
د نوبل جایزې ګټونکي او د بیلاروس د بشري حقونو د تر ټولو نامتو ډلې بنسټ ایښودونکي الس بیالیاتسکي

بیلاروس د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) د نوبل جایزې ګټونکی او د پخواني شوروي اتحاد په دې استبدادي هیواد کې د بشري حقونو د تر ټولو نامتو ډلې بنسټ ایښودونکی الس بیالیاتسکي په ۱۰ کاله بند محکوم کړ.

بیالیاتسکي وروسته له هغې چې په ۲۰۲۰ کې د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د جنجالي بیا ټاکل کیدو پر وړاندې د لاریونونو پرمهال د خپلو دوو متحدینو سره یو ځای بندي شو، خپلې محاکمې ته په تمه و.

د ویاسنا په نامه د بشري حقونو د ملاتړ ډلې د راپور له مخې، د بیلاروس حکومت بیالیاتسکي او د هغه متحدین هغه هیواد ته د نغدو پیسو په قاچاق تورن کړي چې پیسې یې د دولت د مخالفینو د فعالیتونو د تمویل لپاره کارولې. ۶۰ کلن بیالیاتسکي د ویاسنا بنسټ لږ وروسته له هغه کیښود چې لوکاشینکو د خپلواک بیلاروس لومړی ولسمشر وټاکل شو.


د بشري حقونو دغې ډلې ویلي چې بیالیاتسکي په لس کاله بند محکوم شوی، په داسې حال کې چې د هغه متحدین والنټین سټیفانوویچ او ولادیمیر لبکوویچ په ترتیب سره په نهه او اوه کاله بند محکوم شوي دي.

د بشري حقونو دغو دریو فعالانو د تیر کال په جنورۍ میاشت کې د محاکمې پر مهال د بیلاروس د حکومت تورونه رد کړل او ویې ویل چې دوی بې ګناه دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا محاکمه "یوه ښکاره بې عدالتي" او "د دوی د فعالیتونو غچ" بللې.

د نوبل د سولې جایزه د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۷مه د بیلاروس، روسیې او اوکراین د بشري حقونو درې فعالانو ته په ګډه ورکړل شوه.

بیالیاتسکي له ۲۰۱۱ کال راهیسې څو ځلې زنداني شوی دی. نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ کال، بیا په ۲۰۱۴، ۲۰۲۰ او وروستی ځل د ۲۰۲۱ کال له جولای راهیسې زنداني شوی.

نوموړی په ۲۰۲۰ کال کې له دې امله ونیول شو چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د ادعا شویو درغلیو پر ضد مظاهره کړې وه. د پراخو او منظمو درغلیو له تورونو سره سره، لوکاشینکو د بیلاروس په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د بیلاروس چارواکو لږترلږه ۳۷زره کسان په انتخاباتو کې د درغلیو پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې توقیف کړي او داسې تورونه هم شته چې له نیول شویو کسانو سره ناوړه چلند شوی او شکنجه شوي دي.

ولسمشر لوکاشینکو چې "د اروپا وروستی دیکتاتور" بلل کېږي، له شاوخوا درې لسیزو راهیسې پر دغه هېواد واکمن دی. هغه د اوږدې مودې راهیسې د روسیې لخوا ملاتړ کیږي او د اوکراین په وړاندې د روسیې په جګړه کې د مسکو یو له څو معدودو متحدینو څخه دی. لوکاشینکو چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کلک متحد دی او د ۲۰۲۱ په فبروري کې یې مسکو ته اجازه ورکړه چې د بیلاروس له لارې خپل ځواکونه اوکراین ته استوي.


د بیلاروس ولسمشر د خپل حکومت د اپوزیسیون غورځنګونه ځپلي، خپل منتقدین یې بندیان کړي او یا یې جلاوطنۍ ته اړ کړي دي.

په بیلاروس کې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د الکساندر لوکاشینکو اصلي سیالې سویتلانا تسیخانوفسکایا د محکمې پر حکم سختې نیوکې کړي او هغه یې "جعلي محاکمه" بللې.

اغلې تسیخانوفسکایا وویل: "موږ باید د دې شرمناک ظلم او د هغوی د آزادۍ لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو."


د بیلاروس څارنوالانو میرمن سیخانوفسکایا ته چې دا مهال په لاتویا کې ژوند کوي د ۱۹ کاله بند غوښتنه کړې ده.

اغلې تسیخانوفسکایا د خپل هېواد د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو ګټونکې ده او اعلان شوې پایلې یې نه مني، خو د بیلاروس حکومت پر هغې د لوی خیانت، د واک د نیولو د دسیسې او د یو افراطي سازمان د جوړولو او مشرۍ کولو تورونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG