د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې د توافقنامې دوهمه کالیزه؛ طالبان له نړۍ سره نیکې اړیکې غواړي


د طالبانو حکومت د امریکا متحده ایالاتو سره د دوحې د توافقنامې د لاسلیک د دوهمې کالیزې په مناسبت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې له «افغانانو سره د ښو او نیکو اړیکو» دروازه خلاصه کړي.

«افغانستان ته د سولې راوستلو تړون» د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر مرکز دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.

د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب لسمه) په یوې اعلامیې کې د یادې توافقنامې لاسلیک کول په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د «اشغال پای» بللی او ویلي دي چې په دې کار سره له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتلو ته زمینه برابره شوه.

په اعلامیه کې راغلي: "افغانستان اسلامي امارت د خپل موقف او پالیسۍ له مخې د بل هيڅ هیواد په وړاندې د ضرر او تهدید پیښولو اراده نه لري، همدا راز له نورو هیوادونو څخه هم غواړي، چې له افغانانو سره د ښو او حسنه اړیکو دروازې پرانیزي، تر څو د ټولو هغو ننګونو چې احتمال یې لیدل کیږي، مخه ونیول شي."

طالبانو همدارنګه ویلي چې د افغانستان خلک سوله خوښوونکي دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی لاس نیوی وکړي او په افغانستان کې د فرصتونو جوړولو په برخه کې باید هڅې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون لاسلیکولو څخه هدف په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې پای ته رسول، په افغانستان کې د سولې ټینګېدل ، له طالبانو څخه د ترورستي ګروپونو سره د اړیکو نه لرلو تضمین اخیستل،له افغانستان څخه د نړیوالو قوتونو د وتلو د مهال وېش ټاکل، د بین الافغاني خبرو پیلېدل او په افغانستان کې د سرتاسري اوربند ټینګېدل یې اساسي شرطونه و.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول امریکايي سرتیرو په وتلو سره هم مهاله، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د ګست پر پنځلسمه پر کابل حاکمیت ټینګ کړ. په داسې حال کې چې په کابل کې د هغوی د حکومت شپږ میاشتې کیږي خو تر دا مهاله د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

پر همدې مهال د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن سې شنبه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ددهمې کالیزې په مناسبت غونډې ته وویل چې د دوحې د توافقنامې وروسته د لازیاتو وینو تویېدو او هیواد د ورانېدو مخه ونیول شوه.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د رغېدو پوره وړتیا لري او په خبره یې دوی ژمن دي چې د ابادولو لپاره به یې پوره هڅې وکړي.

ښاغلی برادر وویل چې د طالبانو حکومت به د افغانستان د اقتصادي انکشاف، پانګونې او اقتصادي فعالیتونو ته به زمینه برابره کړي.

نوموړي همدارنګه د نړۍ پر هیوادونو غږ وکړ چې د جګړو د تحمیلولو او اوږدولو پر ځای دې د تفاهم او مذاکرې لار غوره کړي.

برادر: پوه او مسلکي افغانان دې هیواد نه پرېږدي

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر یادې غونډې ته وینا کې له خلکو په ځانګړي ډول له مسلکي کسانو او ځوانانو څخه هم وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي یادې غونډې ته وویل چې افغان ځوانان باید د خپل هیواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

هغه وویل: پر پوه او مسلکي هیوادوالو باندې غږ کوم چې هیواد دې نه پرېږدي او د نورو د هیوادونو پر ځای دې د خپل هیواد د ابادولو لپاره دې په افغانستان کې شي.دلته به یې هم عزت خوندي وي،هم به محتاجۍ خلاصوي او هم به یې له خپلو هیوادوالو سره احسان او مرسته کړې وي.

ښاغلي برادر زیاته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې پوهنتونونه پیل شوي او د زده کړو بهیر عادي شوی، هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې د ټکنالوژۍ زده کړو ته دې توجه وکړي.

دا په داسې حال کیده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه اونۍ وویل تر څو چې په بهرنیو هیوادونو کې له افغانستان څخه د وتلیو کسانو حالت ښه شوی نه وي، نه پرېږدي چې د تخلیې په پروګرام کې نور خلک له افغانستان څخه ووځي.

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په دغه هیواد کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ګڼو افغانانو له هیواد څخه وتلو ته مخه کړې ده.

ویل کیږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې وروسته ۱۲۰زره افغانان له هیواد څحه وتلي دي چې زیاته برخه یې په متحده ایالاتو، کاناډا او اروپايي هیواونو کې مېشت شوي دي.

XS
SM
MD
LG