د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیا جام کې خپله لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته وبایلله


په متحده عربي اماراتو کې د ۱۹ کلنو اسیا جام کې افغانستان د بنګله دېش سره خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.
په متحده عربي اماراتو کې د ۱۹ کلنو اسیا جام کې افغانستان د بنګله دېش سره خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.

د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیا جام په لومړنۍ لوبه کې د جمعې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ نهمه) د بنګله دېش لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په متحده عربي اماراتو کې په دغه ۵۰ اوریزه لوبه کې بنګله دېش لومړۍ توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۸ اورونو کې د ۱۸۳ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.

د بنګله دېش لوبغاړي عزیزالحکیم تمیم د خپل ټیم لپاره تور ټولو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۱۳۳ توپونو باندې د ۱۰۳ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

په افغانستان توپ وهونکو کې فیصل شینوزاده ۵۸ او نصیر خان معروفخېل ۳۴ منډې وکړې، او پاتې ټول افغان لوبغاړي د ۲۰ څخه په کمو منډو وسوځېدل.

په دغو لوبو کې د کوربه متحده عربي اماراتو، هند، پاکستان، سري لانکا، نیپال او جاپان په ګډون ټولې اته لوبډلې برخه لري.

د افغانستان لوبډله په بي ګروپ کې له بنګله دېش، سري لانکا او نیپال سره ده.

د جمعې د ورځې په دوهمه لوبه کې سري لانکا نیپال ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند او پاکستان لوبډلې د شنبې په ورځ له یو بل سره مخامخ کیږي. د افغانستان راتلونکې لوبه یکشنبې (دسمبر اوله) د سري لانکا سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG