د کرکټ د ۱۹ کلنو د اسیا جام د ۵۰ اوریزو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې افغانستان د جمعې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ نهمه) له بنګله دېش سره مخامخ کیږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې دا اونۍ له پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزو ۵۰ اوریزو لوبو جام وګاټه.
په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام په لوبو کې د هند، پاکستان، سري لانکا، نیپال، متحده عربي اماراتو او جاپان په ګډون ټولې اته لوبډلې برخه لري.
د افغانستان لوبډله په بي ګروپ کې له د بنګله دېش، سري لانکا او نیپال سره لوبې کوي. هند، پاکستان، متحده عربي امارات او جاپان په اې ګروپ کې دي.
له هر ګروپ څخه دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي او پایلوبه د دسمبر په اتمه کیږي.
د جمعې د ورځې دوهمه لوبه د نیپال او سري لانکا ترمنځ ده. د هند او پاکستان لوبډلې د شنبې په ورځ له یو بل سره مخامخ کیږي.
د افغانستان سکواډ: محبوب تسکین (کپتان)، عزیزالله میاخیل، برکت الله ابراهیمزی، عزت الله بارکزی، فیصل خان، عزیرالله نیازی، فهیم خېوه وال، نظیف امیري، نورستاني عمرزی، روح الله عرب، حمزه خان، عبدالعزیز، الله محمد غضنفر، حفیظ ځدران، خاطر ستانکزی، نصیر خان، سلام خان او وحیدالله ځدران
فورم \ دبحث خونه