د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ پولیس: عملیات ختم، خو قیصاري نه دی نیول شوی


د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات
د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات

د بلخ پولیس وايي چې د نظام الدین قیصاري پر کور باندې د عملیاتو پر مهال د هغه لس وسله وال وژل شوي دي، خو په خپله لا هم تری تم دی.

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي افغان امنیتي ځواکونه د مزارشریف د ښار په پنځمه ناحیه کې د دوشنبې په شپه (دسمبر۱۶) د نظام الدین قیصاري کورته په ننوتلو بریالي شوي، خو د کور د تلاشۍ پر مهال یې قیصاري نه دی موندلی.

د بلخ ولایت پولیسو وړمه شپه (لیندۍ ۲۳مه) یوولس بجې د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره عملیات پیل کړل، چې د تیرې شپې ناوخته پورې یې دوام درلود. افغان امنیتي ځواکونو د قیصاري د نیولو په عملیاتو کې د هلیکوپترو څخه هم کار اخیستی و.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه امریکا غږ اشنا ته وویل:" تیره شپه ( لیندۍ ۲۴ مه) د قیصاري کور تصفیه او تلاشي شو، نور ځایونه لا هم شته، چې باید تصفیه او تلاشي شي، خو تراوسه قیصاري نه دی نیول شوی. د هغه لس تنه وژل شوي، یو شمیر ټپیان شوي او د ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې نیول شوي دي".

قیصاري چېرته دی؟

د بلخ ولایت پولیس وايي، چې په سیمه کې یو شمیر نور کورونه شته، چې ممکن قومندان قیصاري هلته پټ وي، لټون یې روان دی. اوس هم د نظام الدین قیصاري کور شاوخوا امنیتي ځواکونه ولاړ دي.

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند یو غړي عنایت الله بابر فرهمند امریکا غږ ته هغه اوازې رد کړې چې ګواکې قیصاري په جوزجان کې جنرال دوستم ته تللی دی.

مخکې د سید نجیب الله هاشمي په نوم یو کس چې ځان یې د جنبش ملي اسلامي ګوند د ټولنیزو اړیکو مسؤل معرفي کړی و، رسنیو ته وویل چې ښاغلي قیصاري په جوزجان کې دوستم ته ځان رسولی دی.

خو بابر فرهمند وویل چې د سید نجیب الله هاشمي په نوم کس له دوی سره رسمیت نه لري.

پولیس وایي هڅه کوي چې د قیصاري د کور شاوخوا نور کورونه هم وپلټي.

ولې عملیات؟

د بلخ د پولیسو په یوه اعلامیه کې د قومندان قیصاري د نیولو لپاره د عملیاتو په اړه ویلي وو چې دا عملیات یې ځکه وکړل، چې د پولیسو پر وینا د قومندان قیصاري او د هغه د وسله والو له خوا د بشري ضد کړنو په اړه یې د خلکو څخه په لسګونه شکایتونه ترلاسه کړي وو.

پخپله قومندان قیصاري د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي خو هغه بلخ ته د تللو وړاندې په کابل کې څو میاشتې د ملي امنیت سره بندي و.

د افغانستان حکومت د ملي امنیت په ریاست کې په بند کې د قومندان قیصاري د ساتلو علت د هغه د وسله والو له خوا د فاریاب په ولایت کې بشري ضد کړنو ترسره کول ښودلي شوي وو.

ښاغلی قیصاري د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو لږ وړاند له بند څخه خوشې شوی وو او یو څه وخت په کابل کې پاتې شو چې بیا بلخ ته ولاړ.

د عملیاتو غندنه

نظام الدین قیصاري د افغانستان د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت له ټیم ملاتړی و.

رحمت الله نبیل د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عملیات په سختو ټکو غندلي او د هغه پر خلاف د افغان امنیتي ځواکونو عملیات یې د سیاسي انګیزو له مخې ګڼلي دي.

ښاغلي نبیل ادعا کړې چې د جمهور رئیس غني د نظام الدین قیصاري د نیولو دا عملیات ځکه پیل کړي چې هغه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رئیس غني له ملاتړ څخه انکار کړی و.

XS
SM
MD
LG