د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د شدیدو طوفانونو له کبله د مړو شمېر ۱۹ ته ورسېده


امریکایي چارواکي وايي چې د شدیدو طوفانونو له کبله د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې ۱۹ کسان مړه شوي دي.

په دغو طوفانونو کې سلګونه کورونه او ودانۍ هم زیانمن شوي دي.

چارواکي وايي د ارکنساس په ایالت کې اته کسان، د تکزاس په ایالت کې اووه او په کنټکي او اوکلاهما کې یو-یو کس مړه شوي دي.

د امریکا د هوا پېژندنې اداره وايي چې د اب او هوا وضعیت ښه نه دی او دوی د جورجیا، جنوبي کارولینا، اوهایو او تینیسي کې د شدیدو طوفانونو د ورتک خبرداری هم ورکړی دی.

د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا شپږمه) چارواکي وویل چې دغو طوفانونو د امریکا د متحدو ایالتونو د تکزاس او اوکلاهاما ایالتونه ځپلي دي او په زرګونو کسانو یې برېښنا پرې کړې.

مقامات وايي د تکزاس په ایالت کې لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي دي. طوفانونه د شنبې په شپه پیل شول او ورسره مل باد دومره تېز و چې یو شمېر موټرونه یې په بل مخ واړول او د ډالاس ښار ته نژدې یې یوه لار هم زیانمنه کړه.

مقامات وايي چې د تکزاس ډنټن په ولسوالۍ کې یو شمېر کسان ژوبل شوي چې په امبولانسونو او څرخي الوتکو کې روغتونونو ته انتقال شوي، خو لا یې دقیق شمېر معلموم نه دی.

د تکزاس د کوک په سیمه کې یو پولیس مقام رای ساپینګټن د اسوشیتډپرس اژانس ته وویل چې پنځه تنه مړه شوي دي چې درې یې د یوې کورنۍ غړي دي.

هغه وویل: «موږ د پنځو کسانو مړینه تائیدو، خو له بده مرغه ښايي شمېر یې زیات شي.»

تر دې دمخکې د تکزاس او اوکلاهاما په ایالتونو کې د شدیدو بارانونو او تالنده برېښنا وړاندوینې شوې وې.

په ځینو سیمو کې د باد سرعت په ساعت کې ۴۶ کیلو میتره ښودل شوی و، چې یو شمېر کورونه یې زیانمن کړي، د برېښنا مزي یې پرې کړې، موټرونه یې چپه کړي او ونې هم غورځولي دي.

د اپریل په میاشت کې په متحدو ایالتونو کې ډېر طوفانونه او بوړبوکۍ شوې چې تر معمول ۲۴ فیصده زیات ښودل دي او په ځینو سیمو کې هوا هم په بیساري ډول ګرمه ښودل شوې ده. د هوا پېژندونکو د اټکل په اساس، دا خطر شته چې دا طوفان او باران د شمالي کارولینا او ویرجینا په لوري حرکت وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG