د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې لږترلږه ۱۳ ماویست یاغیان وژل شوي


د ارشیف په دې تصویر کې ماویست یاغیان په ختیځ هند کې د تمرین پر مهال لیدل کیږي.
د ارشیف په دې تصویر کې ماویست یاغیان په ختیځ هند کې د تمرین پر مهال لیدل کیږي.

د هند پولیسو د چهارشنبې په ورځ اپریل درېیمه (وري ۱۵) وویل چې په مرکزي هند کې په یوه نښته کې لږ تر لږه ۱۳ ماویست یاغیان وژل شوي، چې په دې سره په روان کال کې د یاغیانو د تلفاتو شمیر ۵۰ ته رسیدلی دی.

پولیسو وویل چې د امنیتي ځواکونو سره وسله واله نښته د سه شنبې په ورځ د چتیسګړ ایالت د بیجاپور په لیرې پرته ځنګلي سیمه کې رامنځته شوه.

د سیمه ایزو پولیسو مشر پی سندرراج فرانس پرس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د ټوپکو، لاسي بمونو او مهماتو یوه زیرمه نیولې ده. هغه وويل چې له یاغیانو سره نښته شاوخوا ۱۴ ساعته روانه وه.

سندرراج وویل، "د ماویستانو د مړو هویت لا نه دی معلوم"، او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې درې ښځې وې.

د پولیسو د شمېرو له مخې، سږ کال په هند کې تر ۵۰ ډېر ماویستان وژل شوي، چې ۴۶ یې په چتیسګړ او څلور نور په مهاراشترا ایالت کې دي.

هند په مرکزي، جنوبي او ختیځو ایالتونو کې د ماویست یاغیانو سره د مبارزې لپاره لسګونه زره امنیتي پرسونل ځای پر ځای کړی دی، خو د یاغیانو تر واک لاندې سیمه اوس محدوده شوې ده.

یاغیان، چې د نکسلیانو په نوم پیژندل کیږي او وايي چې دوی په کلیو کې د بې وزلو لپاره مبارزه کوي، له ۱۹۶۷ راهیسې چریکي بریدونه کوي.

نوي ډيلي په لیرې پرتو سیمو کې د زیربناوو د پراختیا لپاره میلیونونه ډالر لګولي، او ادعا کوي چې په ۲۰۲۳ کې یې یاغیان په ۴۵ ولسوالیو کې محدود کړي، چې په ۲۰۱۰ کې دا شمېر ۹۶ وو.

د حکومتي شمېرو له مخې په تېره یوه لسیزه کې د وژل شویو یاغیانو کلنۍ شمېر دوه پر درېیمه کم شوی دی.

په هند کې د اپریل په ۱۹ عمومي انتخابات پیل کیږي چې شپږ اوونۍ به دوام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG