د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیریا کې د ځمکې ښویدو له کبله ۱۱ تنه مړه شوي


د اندونیزیا مقامات وایي د جاوا ټاپو په لویدیځ کې د پرله پسې ځمکې ښویدنې له کبله ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د اندونیزیا د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې ملې ادارې ویلي چې لومړی سخت باران د ځمکې د ښویدو سبب شو او کله چې د ژغورنې عملې هڅه کوله د پیښې نه ژوندي پاتې کسان وژغوري، بیا ځمکه وښویدله.

دغې ادارې ویلي دي چې په دغو پېښو کې د ژغورنې عمله او پلټونکي هم مړه شوي.

مقاماتو ویلي دي چې نن د جنورۍ ۱۰ (مرغومي ۲۱) د پوځ، پولیسو او د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د ادارې ګډ ټیمونه د ژغورنې په چارو بوخت دي.

د ځمکې ښویدو دا پېښې د یو پل او څو لارو د بندیدو سبب شوې ده.

د اندونیزیا د هواپیژندنې ادارې د نن او سبا لپاره پدغه سیمه کې د سخت باران او سختو بادونو وړاندوینه کړې ده.

اندونیزیا کې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې سخت بارانونه اوري.

XS
SM
MD
LG