د "بشري حقونو د فعالانو" په نوم د بشري حقونو یو بنسټ ادعا کوي چې د متحده عربي اماراتو د "ابوظبۍ بشردوستانه ښارګوټي" کې د میشتو افغان کډوالو د اوسیدانې په تړاو یې داسې ویديوګانې ترلاسه کړي چې دا ښيي چې په دغه کمپ کې دیره افغانان په یو ناسم وضعیت کې ورځې شپې تیروي.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ ډسمبر۱۳(لیندۍ ۲۳) په راپور کې ویلي چې دغه کمپ چې د متحده عربي اماراتو د پایتخت ابو ظبۍ په صنعتي لرې پرتې سیمې کې پروت دی د ژوند د تیرولو لپاره په کې هیڅ لومړني امکانات نشته دی.
ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې اوس مهال په دغه کمپ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ افغانان دیره دي.
دا شمیر افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم چې د امریکا متحده ایالاتو له کابل څخه د افغانانو د تخلیې بهیر پیل کړی وو، دغه کمپ ته د سلګونو نورو افغانانو سره انتقال شوي دي او د تیرو څه باندې دریو کلنو راهیسې په دغه ځای کې ژوند کوي.
ددغه بنسټ په دې راپور کې ویلي: "دا کمپ د شګو او صنعتي سیمه کې جوړ شوی دی. ککړه هوا، تروې اوبه چې سلفر هم په کې شته او بې کیفیته خواړه هره ورځ د کډوالو ژوند ګواښ سره مخ کوي. د کمپ څخه راچاپیر لوړ دیوالونه چې حتی بهر چاپیریال د لیدو امکان هم نه ورکوي په کمپ کې دننه محدوده او خپګان لرونکي فضا رامنځ ته کړې ده".
د "بشري حقونو د فعالانو" په نوم د بشري حقونو دغه بنسټ ویلي چې کومې ویډیوګانې یې چې ددغه کمپ څخه ترلاسه کړي په کې لیدل کیږي چې د کمپ ساتوونکي د تصویر د اخیستلو مخه نیسي او ښځې په څرګنده ګواښوي.
په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان ته په جبري ډول ددغو کډوالو د ستنولو ګواښ شته دی. د بشري حقونو فعالانو د امریکا د متحده ایالاتو غوښتي چې دغه هیواد ته دې ددغو افغان کډوالو د انتقال لپاره هڅې وکړي، ترڅو افغانستان ته په جبري ډول د هغوی د ستنولو مخه ونیول شي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ ددغه کمپ د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي و چې په دغه کمپ کې هغه مهال د ۲۵۰۰ څخه تر ۲۷۰۰ پورې افغان کډوالو د بندیانو په څیر ژوند کاوه.
خو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دروان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر درېیم (لیندۍ ۱۳) ویلي چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل، واشننګټن له خطر سره مخامخ څه باندې ۱۸۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.
اکثریت افغانان چې د متحده ایالاتو په مرستې د افغانستان څخه وتلي، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال رچارډ ورما په وینا، مدني ټولنې مشران، ترجمانان، د ښځو د سازمانونو مشرانې او د دوۍ کورنۍ دي چې د امریکا سره یې په تېرو شلو کلونو کې کار کړي وو.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت د امریکا ته د افغانانو د انتقال د پروسې او امریکا کې د هغوي د مېشتېدو لپاره د زیاتو هڅو په اړتیا ټینګار کوي.
خو د افغانانو د انتقال په پروسه کې د امریکا د حکومت سره د ۲۰۰ غیر دولتي موسسو مشر وايي، چې د افغانانو د تخلیې پروسه اوږده ده او زیات وخت نیسي.
له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا څه باندې ۱۰۰زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د مخکني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور فعالان په کې شامل وو، د انتقال په پروسې کې له افغانستان څخه امریکا او نورو هېوادونو ته واېستل شول. خو لا هم زرګونه هغه کسان، چې د بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې، پاتې دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.
د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هره میاشت ۱۰۰۰ دا ډول ویزې صادروي او که نورې ویزې ونه منل شي، د مهاجرت د ځانګړو ویزو له لارې به د افغانانو د انتقال پروګرام د روان کال د اګست په میاشت کې ختم شي. اوس د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې غځول شوی دی.
فورم \ دبحث خونه