د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: غزني کې ټولې دولتي ادارې زموږ کنترول کې دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، اوس هم د غزني ښار په څنډو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، خو د ښار په مرکزي برخو کې ټولې ملکي او نظامي ادارې د حکومت په کنترول کې دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ – اشنا ته وویل، غزني ته رسیدلي تازه دمي ځواکونه د ښار په څنډو کې له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې د پرمختګ په حال کې دي.

ښاغلي مهر وویل "محبس زموږ په کنترول کې دی، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، ټول ملکي او دفاعي بنسټونه زموږ د ځواکونو په کنترول کې دي، د دښمن هڅې او تحرکات یواځې د ښار په څنډو کې شته دي".

ښاغلي مهر په دغو نښتو کې دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په غزني ښار کې افغان ځواکونو ته د نن ورځې په اوږدو کې او د شپې پر مهال د جدي چاڼیزو عملیاتو امر شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو بیان کې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ او د دغه ولایت د زوړ هوايي ډګر د نیولو ادعا کړې او ویلي یې دي، چې په دغه هوايي ډګر کې یې ټول تجهیزات سوزولي دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند دغه راز ویلي، چې په غزني ولایت کې یې ټولې نیول شوې سیمې په خپل کنترول کې ساتلي دي.

خو افغان حکومت تر اوسه د وسله‌والو طالبانو له خوا د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ او د زوړ هوايي ډګر د نیولو خبر نه دی تائید کړی.

په غزني کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د دوامدارې جګړې له امله، د کابل – کندهار لویه لاره هم له درېو ورځو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

XS
SM
MD
LG