په کابل کې د وروستیو خونړیو بریدونو د درد څړیکې د امریکا د ورجینیا ایالت افغانانو هم احساس کړې دي.
یوشمېر افغانانو له اونیو وړاندې یې پتیلې وه، چې د افغانستان او استرالیا ترمنځ د ځوانانو د کرکټ لوبه په گډه وگوري، خو د لوبې تر پیلیدو وړاندې په کابل کې بل ترهگريز برید د خبر له رسیدو سم، غونډه غمجنه شوه.
په امریکا کې د افغانانو د پیاوړتیا په مرکز کې د وژل شویو کسانو لپاره د دعا تر څنگ د هغوی په یاد شمعې هم بلې شوې.
د یادونې وړ ده چې لږ تر لږه درې تنه امریکا میشت افغانان چې د کار او خپلوانو د لیدو لپاره افغانستان ته تللې وه، د کابل په وروستیو چاودنو کې وژل شوې دي.
په دې غونډه کې ماشومانو د افغانان د بیرغ د رنگونو لاسي توکي جوړ کړي وه، او په افغانستان کې یې د ماشومانو لپاره پیسې راغونډې کړې.
په امریکا کې د میشتو افغانانو د پیاوړتیا د مرکز مشر نایل میاخیل وویل چې د خوښی او غمونو د ورځو د لمانځنې له لارې ددې ځای ځوانان د خپل اصلي ټاټوبي افغانستان سره د یووالي احساس کوي.