د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه تړل شوي


چارواکي وایي د دغو رورغتونو د خلاصولو هلې ځلې یې پیل کړی دي
چارواکي وایي د دغو رورغتونو د خلاصولو هلې ځلې یې پیل کړی دي

د لغمان ولایت ټولو ولسوالیو کې له تېرو اتو ورځو راهیسې ورغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

چارواکي وايي طالبانو تړلي او په دې تړاو خبرې روانې دي چې ستونزه اواره شي، خو ولسي خلک له روغتیايي پلوه له سختو ستونزو سره مخ دي.

له تېرو اتو ورځو راهیسې د لغمان ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه تړل شوي، ځايي چارواکي وايي دغه کار طالبانو کړی، خو د بندېدو لامل یې نه ښيي.

په لغمان کې پنځه ولسوالۍ دي. د مهترلام د مرکزي روغتون په ګډون په لغمان کې ټولټا ۷۱ روغتیايي مرکزونه دي خو لا معلومه نه ده چې څومره یې تړل شوي دي.

د لغماند عامې روغتیا ریاست مرستیالډاکټر محمد اصف ساپي امریکا غږ ته وویل چې له یوې اونۍ واوښتل خو لا یې روغتیايي مرکز ونه تړلي پاتې دي. وايي دا کار طالبانو کړی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل" د تېرې اونۍ له سې شنبې ورځې راهیسې په ولسوالیو کې روغتیايي خدمات بند دي. قومي مشران، دیني عالمان او مدني ټولنې او روغتیايی شورا غړي په دې هڅه کې دي چې دغه مشکل حل شي."

ځايي خلک وايي د روغتیايي خدماتو د بندېدو وجهه دا ده چې د "هيلت نیټ" موسسې خدمات ځینو ځايي خلکو او طالبانو ته د منلو نه دي، د کارکوونکو معاشونه یې کم کړي او د پخوا پشان امکانات نه ورکوي.

احمد الله فولاد د لغمان اوسېدونکی دی، هغه امریکا غږ ته وویل" مخکې د سویډڼ موسیسې روغتیايي خدمات وړاندې کول دا درې میاشتې کېږي چې هيلت نیټ موسیې ته یې ورکړي دي، کارکوونکو ته یې معاشونه هم نه دي ورکړي او خدمات یې هم کمزوري دي نو ځینو خلکو خو طالبانو ته مراجعه وکړه ، بس دا یې لسمه ورځ ده چې خدمات بند دي او خلک له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي."

ولسي خلک وايي د تداوۍ په اړه جدي ستونزې ګالي.

یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ومنله چې ولسي خلک د هلت نیټ په نوم قراردادي موسسې له چارو خوښ نه دي ځکه نو په ځینو سیمو کې ولس او ډېرو منطقو کې طالبانو احتجاجآ په روغتیايي خدماتو بندیز لګولی دی.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزی وايي روغتیايي خدمات بند دي خو د بېرته خلاصېدو په اړه یې اقداماتو کې پرمختګ شوی دی.

نوموړي امریکا غږ ته اشنا راډیو ته وویل " له کومې ورځې چې دغه ستونزه دا پیدا شوې ده ولایتي ادارې هڅې پیل کړي دي، له قومي خلکو موسیسې او دیني عالمانو سره والي صیب او نور چارواکي غږېدلي دي چې څومره ژر کېږي دغه مشکل حل شي."

هغه وايي د هلت نیټ موسیسې له مسولینو سره غږېدلي او ډاډ ورکړل شوی دی چې خپل خدمات او امکانات به زیاتوي.

د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي هڅه وکړه چې په دې تړاو د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره هم خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

ولسي خلک وايي که روغتیايي خدمات همداسې تړلي پاتې شي نو په ولسوالیو کې ډېر ناروغان مړه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG