د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله دویمه تمریني لوبه له سري لانکا سره کوي


افغان لوبغاړي د سري لانکا خلاف تمریني لوبې ته ځانونه چمتو کوي
افغان لوبغاړي د سري لانکا خلاف تمریني لوبې ته ځانونه چمتو کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام د تمریني لوبو په لړ کې سبا سه شنبه اکتوبر درېیمه (میزان ۱۱) له سري لانکا سره لوبه کوي.

دا لوبه د هند د اسام ایالت د «ګوهواتي» په ښار کې کېږي.

د افغانستان لومړۍ تمریني لوبه د سپتمبر په ۳۰ نېټه له جنوبي افریقا سره وه، چې د باران له کبله ونشوه.

افغان لوبغاړو نن د دغې لوبې لپاره تمرین وکړ او کرکټ بورډ وايي چې لوبغاړي دې لوبو ته چمتو دي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي چې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې په کې دي. اصلي لوبې د اکتوبر په پنځمه پیلیږي او د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره ده. په دغو لسو لوبډلو کې به یې هره یوه له بلې سره یوه یوه لوبه کوي او په اخره کې د سر څلور غوره لوبډلې به سیمې فاینل ته وځي.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې د هند د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدیجا یې د ملي لوبډلې لپاره د مشاور روزونکي په توګه ګمارلی دی. اجی جدیجا د هند لپاره وروستۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۰م کال کې کړې ده او بیا په ۲۰۱۵ کال کې د هند په داخلي لوبو کې د ډهلي لوبډلې روزونکی و. نوموړی همدغه راز په نړیوالو لوبو کې مبصر هم دی.

کرکټ بورډ هیله لري چې په نړیوال جام کې به د هغه موجودیت په افغان لوبغاړو باندې مثبت تاثیر ولري.

بل لوري ته د افغانستان د کرکټ الف لوبډله «افغان اتلان» به د چهارشنبې په ورځ د چین په کوانزو کې له سري لانکا سره د کوارټر فاینل لوبه کوي. که یې دا لوبه وګټله د اسیايي لوبو د کرکټ د شل اوریزو سیالیو سیمې فاینل ته ځي.

د افغانستان کرکټ بورډ همدغه راز اعلان کړی دی چې د افغانستان الف لوبډله به د سري لانکا له سیالیو څخه وروسته عمان ته ځي او هلته به دوې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې کوي. دا لوبې د اکتوبر په ۱۲ نېټه پیليږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG