د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان لومړۍ تمریني لوبه له جنوبي افریقا سره کوي


افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې په جنوبي افریقا باندې لوبه بایللې وه.
افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې په جنوبي افریقا باندې لوبه بایللې وه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په هند کې نن جمعه سپتمبر ۲۹(میزان اووم) خپله لومړۍ تمریني لوبه د جنوبي افریقا سره کوي.

دا لوبه د هند د کیرالا ایالت په مرکز تریواندرم کې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼې کې لیکل شوي دي چې لوبغاړو د دغې لوبې لپاره د پنجشنبې په ورځ تمرین وکړ او د «لوبې لپاره بشپړ چمتو» دي.

تمریني لوبه د لوبډلو په نړیوالې درجه بندۍ او د نړیوال جام په رسمي لوبو باندې کوم تاثیر نلري.

د ۵۰ اورونو لوبه د کابل په وخت غرمه او د واشنګټن ډي سي په وخت د سهار په شاوخوا څلورو بجو پیلېږي او د سپورټ نړیوال چاینلونه یې هم ښکاره کوي.

په تمریني لوبه کې هره لوبډله حق لري چې د خپل سکواډ ټول ۱۵ لوبغاړي ولوبوي.

په نړیوال جام کې د افغانستان د ویمه تمریني لوبه د اکتوبر په درېیمه له سري لانکا سره ده.

د نړیوال جام رسمي لوبې د اکتوبر په پنځمه نېټه پیلېږي او د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره ده.

په دغه نړیوال جام کې ټولې لس لوبډلې دي. دا درېیم ځل دی چې افغانستان د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې لوبېږي. د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې، چې په انګلنډ کې و، افغانستان یوه لوبه هم ونه ګټله.

د ۵۰ اورونو دا نړیوال جام په هرو څلورو کالونو کې یو ځل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG