د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو کمیسیون: دوحې د غونډې اجندا کې باید د 'طالبانو رسمیت پیژندل' شامل نه شي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره هرډول هڅه افغانانو ته د منلو نه ده او باید په دې اړه بحث په هیڅ ډول د دوحې د غونډې په اجندا او یا په هیڅ بله کومه غونډه کې شامل نشي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۲۷(ثوراووم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کمیسیون د افغانستان د وضعیت په اړه د مهمو هیوادونواو ادارو د غونډو او خبرو هرکلی کوی.

دغه کمیسیون د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغه هیواد څخه بهر فعالیت کوي په اعلامیه کې ویلي، چې باید ملګري ملتونه د یو ستر نړیوال همغږي کوونکي په توګه، چې د بشري حقونو په برخه کې یې مهم اسناد طرح او تصویب کړي د افغانستان د خلکو اساسي حقونه په ځانګړي ډول د ښځو خواشینوونکي وضعیت او څنډې ته شویو قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو اړوند مسلې د دوحې د غونډې په اجندا کې شاملې کړي.

دغه کمیسیون ویلي" هیڅ سیاسي او ستراتیژیک دلیل باید چې د افغانستان د خلکو پر بشري حقونو د معاملې سبب نشي. که چیرې په دغو خبرو او بحثونو کې بشري حقونه د خپل اصلي ځای څخه نزول وکړي ، په هغه صورت کې به ملګرو ملتونوخپلو بنیادي اصولو ته شا اړولې وې او دا به په ملي، سیمه ییز او د سیمې هغه خواته د دغې ادارې اعتبار ته زیان ورسوي".

همداشان د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو د څار د نړیوالو او سیمه ییزو ادارو د استازو ګډون د اړتیا یادونه کړې او ویلي دي، چې دا به ګډونوالوته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یو رښتیني انځور په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

همداشان دغه کمیسیون د دوحې په غونډې کې د رسنیو د استازو په ګډون هم ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې د راروانې دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. ملګروملتونو ویلي، چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونوځانګړي استازې برخه واخلي.

طالب چارواکو سره د یوناما د مرستیال کتنه

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رئیس الوزرا اداري مرستيال ملا عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷(ثور اووم) د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ټولنې د عمومي منشي ځانګړي استازي سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل سره په کتنه کې په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړیدونکي غونډې په هکله خبرې کړي دي.

په دې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د يوناما سياسي مرستيال د رياست الوزرا اداري مرستیال ته ویلي، د دوحې په غونډه کې به د ۲۲ هيوادونو او دوو نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي اوګډونوال به د افغانستان، سيمې او نړۍ د دايمي امنيت، بشري حقونو او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړي

د ریاست الوزرا ادارې مرستیال د یوناما سیاسي مرستیال ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د "اسلامي شريعت او خپلو ملي ګټو" په چوکاټ کې نړيوالو قوانينو، بشري حقونو، زده کړو او د مطبوعاتو ازادۍ ته درناوی کوي.

ښاغلي حنفي زياته کړې، چې د طالبانو حکومت هيله لري د دوحې غونډې ګډونوال به په پورته برخو کې د "اسلامي امارت" مثبتو او مهمو اقداماتو ته په پام اغېزناک او مثبت تصميمونه ونيسي.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړیدونکي غونډې خبر لومړی د ملګروملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش مرستیالې میرمن امینه محمد د امریکا پرینسټون پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ورکړی و.

میرمن محمد دغې غونډې ته ویلي و، چې د دوحې په غونډه کې به هغه واړه ګامونه "ومومي" چې د طالبانو د "رسمیت" پېژندنې په لوري یې بېرته وګرځوي، یوه "اصولي‌ پېژندنه". هغې زیاته کړې وه " ایا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهیږم [خو] دا بحث باید وشي. طالبان په څرګند ډول په رسمیت پیژندل غواړي او دا وسیله زموږ په لاس کې ده".

د ملګروملتونو د دغې لوړپوړې چارواکې دغو څرګندونو ته امریکا او د روسیې په ګډون یو شمیر هیوادونو غبرګونه وښودل او د طالبانو د رسمیت پیژندلو په سر بحثونه یې مخکې له وخت وګڼل. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اپریل ۲۵(ثورپنځم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل، چې مسکو دا ګڼي، چې طالبان یو " واقعیت" دی او لازمه ده، چې ورسره خبرې وشي.

خو دغه روسیې لوړپوړې دپلومات په ټینګار سره وویل:" مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني ،مګر دا چې خپلو نړیوالو پیژندل شوو ژمنو ته یعنی د حکومتي بنسټونو ټولشموله کیدل، نه یوازې د قومي مفهوم له مخې، بلکې په سیاسي اړخ کې هم عمل وکړي".

امریکايي چارواکو له وړاندې د طالبانو رسمیت پیژندل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG