د لاس رسي وړ اتصالات

احسان جنت: د کرکټ بورډ مسئولینو راته وویل چې له مفسدینو سره معامله وکړم؛ بیا یې دسیسه راته جوړه کړه


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی احسان جنت
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی احسان جنت

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي احسان الله جنت وايي چې د افغانستان په کرکټ بورډ یې په محکمې کې عریضه او د خپل حیثیت د اعادي غوښتنه کړې ده.

نوموړي د افغان کرکټ بورډ هغه پرېکړه رد کړه چې وايي په کابل کې یې د کرکټ په کومې لوبې فساد (فکسینګ) کړی او پېسې یې ترلاسه کړي.

احسان جنت امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د افغان کرکټ بورډ مسئولینو ورته مشوره ورکړې وه چې د لوبو د فاسدو کړیو سره په معاملې کې مخکې ولاړ شي چې له دې لارې دا کړۍ پیدا او سزا ورکړل شي.

نوموړي وویل چې ما هر کار د بورډ د مسئولینو په خوښه کړی او «په هر څه مې د بورډ مسئولین خبر کړي» وو.

د افغانستان کرکټ بورډ څه موده مخکې په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د احسان الله جنت په لوبې کې فساد (فکسینګ) او «په خپل جرم یې اعتراف» کړی او له همدې کبله پنځه کال له لوبو څخه بند کړل شوی دی.

له احسان الله جنت سره پوره مرکه دلته وګورئ:

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG