د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ کې فساد؛ پر یو افغان روزونکي پنځه کاله بندیز ولګول شو


د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي‌ چې یو افغان روزونکی «نور محمد لالی» د پنځو کلونو لپاره د کرکټ له روزونې او نورو اړوندو رسمي چارو څخه منع شوی دی.

پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۱۹ په شپږیزه لیګ کې یې د فساد هڅه کړې وه. د کرکټ بورډ یوه اعلامیه وايي چې دغه روزونکي د ملي لوبډلې یو لوبغاړي‌ ته ورغلي‌ و او ورته یې ویلي وو چې په څو مشخصو لوبو کې درغلي‌ او فساد (سپاټ فکسېنګ) وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي‌ نه دي ‌چې دا لوبغاړی څوک و.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کرکټ بورډ د فساد ضد کمېټې د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق په لوبو کې د درغلیو له کبله پنځه کاله له کرکټ څخه بند کړ.

کرکټ بورډ وايي ‌چې نورمحمد لالی د کاپېسا د لوبډلې د روزونکي مرستیال و او پر دې سربېره د «همپالنه» په نامه د یوې شخصي‌اکاډمۍ روزونکی هم دی.

کرکټ بورډ وايي چې ښاغلي لالي‌ اعتراف کړی دی چې په لوبې کې د فساد هڅه کړې وه. د دغې معاملې په اړه نور جزیات ورکړل شوي‌نه دي.

دا روزونکی داسې مهال له کرکټ څخه منع کیږي چې په کابل کې شپږیزه کرکټ لیګ پیل شوی او سیالۍ یې روانې دي.

XS
SM
MD
LG