د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: کوښښ کوو پاکستان سره ښه لوبه وکړو او ویې ګټو


راشد خان د افغانستان د کرکټ‌ لوبغاړی
راشد خان د افغانستان د کرکټ‌ لوبغاړی

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان هیله وښوده چې افغان لوبډله به له پاکستان سره ښه لوبه وکړي.

راشد خان تر لوبې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم ۶) په دوبۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان او افغانستان لوبه به دواړو خواو ته له فشاره ډکه لوبه وي، خو د افغان لوبغاړو هڅه به دا وي چې عادي لوبه وکړي.

هغه وویل: «ذهني فشار خو وي، که هره لوبډله وي، خو موږ ورسره ژوند کوو او عادي شوي یو. خو کله چې لوبه پيل شي بیا ټوله توجه په خپلې تجربې باندې وي. کولای شو چې دا فشار هنډل (کنترول) کړو او ښې لوبې ترسره کړو. مطمینه یو چې سلفیصده هڅه به کوو. کوښ به مو دا وي چې ښه لوبه کړو او لوبه وګټوو.»

راشد خان وویل چې د پاکستان لوبډله هم غښتلې ده خو «د افغانستان بېټېنګ لاین (توپ وهنه» ښه دی او بالینګ مو هم په نړۍ کې یو نوم دی. زموږ به کوښښ همدا وي چې عادي لوبه وکړو او په ځان کوم فشار را نه ولو او مینه والو ته یو ښه زیری ورکړو.»

په ۲۰۱۹ کې په انګلنډ کې د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لوبې کې مینه والو له یو بل سره شخړې کړې وې چې یو شمېر کسان په کې ژوبل شوي او پولیسو هم لسګونه کسان ونیولي وو.

راشد خان د دواړو لوبډلو له مینه والو وغوښتل چې دې لوبې ته د لوبې په سترګه وګورې او شخړه دې نه کوي.

هغه وویل: «لوبې د مینې پیغام ورکوي،» او مینه وال باید له لوبې خوند واخلي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه سبا د جمعې په ورځ په دوبۍ کې ده. افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاتلنډ او پاکستان خپلې دوې لوبې له هند او نیوزلنډ څخه ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG