د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې څخه د کرکټ د لړۍ دوهمه لوبه وګټله


له زمبابوې سره په لوبه کې درویش رسولي د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو..
له زمبابوې سره په لوبه کې درویش رسولي د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو..

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ، دسمبر ۱۳(لیندۍ ۲۳مه) د ۵۰ منډو په توپیر د افغانستان لوبډلې وګټله.

د زمبابوې په پلازمینې هرارې کې نن افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې کوربه ټیم ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۸ اورونو کې د یوازې ۱۰۳ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.

د افغانستان توپ اچوونکو راشد خان او نوین الحق درې درې لوبغاړي وسوځول.

د توپ وهنې په برخه کې درویش رسولي د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو. هغه په ۴۲ توپونو د ۵۸ منډو کولو وروسته د ټراور ګواندو په توپ وسوځېد.

ګواندو او د زمبابوې بل توپ اچوونکي راین بورل په دې لوبه کې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ددې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ کوربه لوبډلې ګټلې وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه د شنبې په ورځ ده چې ګټونکی به یې ددې لړۍ جام هم ترلاسه کړي.

له شل اوریزو لوبو څخه وروسته د دوی ترمنځ د دریو یوه ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ پیل کېږي او بیا ورپسې د ټست دوې لوبې دي، چې وروستۍ لوبه یې د جنورۍ په دویمه نېټه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG