د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام تمریني لوبې: افغانستان سري لانکا ته ماتې ورکړه


رحمان الله ګربز ۱۱۹ او رحمت شاه ۹۳ منډې وکړې. محمد نبي بیا د سري لانکا څلور لوبغاړي اوټ کړل.
رحمان الله ګربز ۱۱۹ او رحمت شاه ۹۳ منډې وکړې. محمد نبي بیا د سري لانکا څلور لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په یوې تمریني لوبې کې سري لانکا ته ماتې ورکړه.

د سه شنبې د ورځې اکتوبر درېیمه (میزان۱۱) سري لانکا په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبې کې د سري لانکا کپتان کوسال مندیس چټکې ۱۵۸ منډې وکړې.

افغانستان د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره ښه لوبه پیل کړه او ابراهم ځدراڼ په اوو منډو کې وسوځېده. خو رحمان الله ګربز چټکه سلیزه وکړه او له رحمت شاه سره یې د ۲۱۲ ګډو منډو ملګرتیا وکړه او همدغو منډو د افغانستان د بري لاره لنډه کړه.

رحمان الله ګربز ۱۱۹ او رحمت شاه ۹۳ منډې وکړې او بیا په خپله خوښه یې لوبه پرېښوده چې نورو افغان لوبغاړو ته د منډو کولو چانس ورکړي.

د افغانستان د توپ وهنې په وخت کې باران وشو او د وخت د ضایع کېدو له کبله اورونه ۴۲ ته راکم شول او هدف هم ۲۵۷ شو، چې افغانستان په ۳۸ اورونو کې پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان توپ اچوونکو کې تر ټولو ډېر کسان محمد نبي وسوځول. ده د سري لانکا څلور لوبغاړي اوټ کړل.

له جنوبي افریقا سره د افغانستان اوله تمریني لوبه د باران له کبله نه وه شوې.

د نړیوال جام رسمي لوبې د اکتوبر په پنځمه نېټه د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ کېږي. افغانستان د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره لوبه لري.

په دغه نړیوال جام کې ټول ۱۰ لوبډلې دي او په لومړي پړاو کې هره لوبډله له بلې سره لوبه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG