د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني له هندي چارواکو سره د امریکا په نوې تګلارې وغږېده


ټاکل شوې چې افغان ولسمشر په دغه سفر کې د هند له صدراعظم او ولسمشر سره جلا لیدنې وکړي.
ټاکل شوې چې افغان ولسمشر په دغه سفر کې د هند له صدراعظم او ولسمشر سره جلا لیدنې وکړي.

افغان ولسمشر غني په هند کې د هغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور وچارواکو سره د سمیې د امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو اړوندو مسایلو باندې خبرې وکړې.

دواړو خواو همدغه راز د هند او افغانستان ترمنځ په ترانزیت او اقتصادي مسایلو هم وغږېدل.

جمهوري ریاست وایي چې په دغه ملاقات کې همدغه د افغانستان او سیمې لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې د پلې کېدو او اغیز په اړه هم نظرونه تبادله شول.

د ښاغلي ټرمپ په تګلارې کې د ترهګرو په ځپلو ډېر ټېنګار شوی او همدغه راز له پاکستان څخه غوښتل شوي چې د اورپکو پناه ځایونه وتړي.

په تګلارې کې هند ستایل شوی او ترې غوښتل شوي چې د افغانستان د سولې اوثبات په برخه کې لا ډېره همکاري اومرسته وکړي.

ښاغلي غني داسې مهال هند ته ځي چې څو ورځې مخکې اجرایي رئیس عبدالله عبدالله او تر هغه مخکې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم هند ته تللي وو.

د هند سفر

ولسمشر غني په یو ورځني سفر نن سهار هند ته ولاړ. د ارګ اعلامیې ویلي چې ښاغلی غني به د هند له ولسمشر رام نات کوویند او صدراعظم نریندرا مودي سره جلا کتنې ولري او د کابل او نوې ډهلي ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکارۍ خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی غني به را روانه یکشنبه د افغانستان له سیاسي او جهادي مشرانو سره په یوې مشورتي غونډه کې، هند ته د خپل سفر د جزئیاتو په اړه معلومات ورکړي دي.

د ښاغلي غني ویلي "د دې سفر موخه د اجماع پراخوالی او سیمه‌ییزه همکاري ده، ترڅو د افغانستان او هند او د سیمې د هیوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې هر اړخیزه اړیکې تر پخوا لا پیاوړې شي".

دغه راز ولسمشر غني سیاسي او جهادي مشرانو ته ویلي، چې له پاکستان سره یې د دولتونو په کچه مذاکرات پیل کړي او هیلهمند دی، چې د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون راشي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې هند ته تللی، چې تیره اونۍ افغانستان د یو شمیر خونړیو بریدونو شاهد وو. افغان حکومت وایي دا بریدونه د هغو ډلو له خوا ترسره شوي چې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري.

خو پاکستان د افغان حکومت دغه ادعاوې رد کړي او په افغانستان کې یې وروستي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان او د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي په ګډون یو شمیر جګپوړي حکومتي چارواکي مله وو.

د تیرې عیسوي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د یو پلاوي په مشرۍ نوې ډهلي ته سفر کړی وو. هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د سترو مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG