د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مرکزي‌ اسیا د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلو اتلولي وګټله


د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره تنکیو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې اوزبیکستان ته په یو – صفر ګول ماتې ورکړه او د مرکزي اسیا د فوټبال د ټولنې (کافا) اتلولي یې وګټله.

د افغانستان او اوزبیکستان د لوبډلو ترمنځ پای‌لوبه د شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي درېیم) د تاجیکستان په پایتخت دوشنبه کې ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د یو ګول په وهلو سره اوزبیکستان له ماتې سره مخ کړ.

دغه فدراسیون په خپل فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي: "زموږ ځوانو ملي لوبغاړو په درېیو پرله‌پسې بریاو،‌ د اسیا د مرکز د ټولو لوبډلو ترمنځ تر ټولو ښه وړتیا وښودله."

د افغانستان له خوا بریدګر لوبغاړي اعظم‌الدین حاجي‌زاده ښکلې لوبه وکړه او د لوبې په لومړۍ نیمايي کې یې توپ د سیالې لوبډلې په دروازې ورتېر کړ.

د مرکزي‌ اسیا د فوټبال ټولنې (کافا) په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون،‌ تاجیکستان، اوزبیکستان،‌ ایران،‌ قرغیزستان او ترکمنستان برخه درلوده.

افغانستان له دې وړاندې په دغو سیالیو کې قرغیزستان ته په دوه - صفر ګولونو او تاجیکستان ته په یو - صفر ګولونو ماتې ورکړې وه او پای‌لوبې ته ووته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG