د افغانستان د پخواني حکومت د ملي اردو یوه افسره چې غوښتل یې د پوځ په لیکو کې تر لوړو پوړونو ورسیږي، د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته کډواله شوې او اوس په پاکستان کې د سړک په غاړه بولاني پلوري.
مېرمن محمد وايي په پوځ کې د خدمت پر وخت راتلونکي ته هیله منه وه خو اوس یې دغه هیله مړاوې شوې ده. هغه کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته، نیمروز او له هغه ځایه ایران ته ولاړه.
مېرمن محمدي چې له امنیتي ډاره نه غواړه خپل بشپړ هویت څرګند کړي، امریکا غږ ته وویل: "ایران کې مې ډېر سخت ژوند وليده، ډېر نا امنه ځای دی هلته یوازې انجلۍ ته په بد نظر کتل کیږي."
په ایران کې د اتو میاشتو سختو شپو او ورځو تیرولو وروسته، بې کار او روزګاره، محمدي وايي د ژوند تیرولو لپاره یې پیسې نه لرلې او پاکستان ته یې مخه کړه.
وايي د پاسپورت او ویزې پرته د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ولاړه او د مهاجرت د اسنادو نه لرلو له کبله اوس یې هلته هم ژوند له ستونزو سره مخامخ دی.
محمدي وویل: "ستونزې مو ډېري دي، پرته له اسنادو ژوند کوم. [د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې] یو ان ایچ سي ار هم زموږ پوښتنه نکوي، وايي ځانته پاسپورټ او وېزه واخله. دلته ټول رواني ستونزې لري. فکر او حافظه مې خرابه شوې، هر څه رانه هيريږي."
دغه ۲۵ کلنه پخوانۍ افغانه افسره د تیرو دوو کلونو راهیسې د شریک سره د سړک په غاړه بولاني پلوري. هغه وايي: "ریړۍ مو د میاشتې په ١٥ زره کلدارې اخیستې چې نيم هغه ورکوي او نيم زه. که د ورځې ١٠٠ وګټو ٥٠ د هغه ٥٠ زما. اقتصادي ستونزې ډېري دي نو ځکه دې ته اړه يم چې یو نجلۍ یم بیا هم ځم او په سړک کار کوم."
مېرمن محمدي حربي پوهنتون لوستلی او غوښتل يي چې د خپل مرحوم پلار په څېر ډګرواله شي.
هغې امریکا غږ ته وویل: "موږ زده کړه وکړه، زحمت مو وکړو نظامي پوهنتون مې ولوست چې مسلکي واوسو او خپل هیواد ته خدمت وکړو. نظامي پوهنتون لوستو سره بې موخې نه وم ، زما موخه دا وه چې د پلار لاره تعقیب کړم زما پلار یو ډګروال و چې شهید شو. ما غوښتل چې زه هم ډګرواله شم او د خپل پلار هیله پوره کړم. خو اوس څوک هم زموږ غږ نه اوري ، ولي؟ دا ولي باید موږ د نړيوالې ټولنې څخه وپوښتو."
محمدي د افغانستان اوسني وضعیت ته خواشینې ده او وايي: "زه چې خپل بیرغ وینم نو هډوکي مې سوځي. موږ میاشتې او کلونه په دښتو او غرونو وګرځېدو، او نن موږ خپل ملي سرود نشو اورېدلای، ولي؟"
د افغانستان دا پخوانۍ پوځي افسره وايي، په هېواد کې د تیر نظام سقوط په ځانګړي ډول پر افغان نظامیانو ډیره ناوړه اغیزه کړې ده.
هغه وايي: "موږ نظامیان په ډېر بد وضعیت یو. [د حکومت د سقوط] هغه ورځې چې ماته يادېږي زه بېهوښه کېږم ځکه دې سقوط پر موږ ډېر فشار راوړی دی."
په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان د زرګونو نورو ښځو ترڅنګ ګڼ شمېر د پوځ افسرانې هم ګډوالۍ ته اړې شوي چې یو شمېر یې اوس وايي خپل راتلونکي ته هیله منې ندي.
فورم \ دبحث خونه