د لاس رسي وړ اتصالات

یو وسله وال په هالنډ کې درې تنه په ډزو وژلي


دا تصویر د دغې پېښې نه دی.
دا تصویر د دغې پېښې نه دی.

د هالنډ د روتردام په ښار کې چارواکي وایي یو سړي،‌ چې په محاربوي لباس کې و، درې تنه په ډزو وژلي دي.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) وویل چې دغه کس په یو کور کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ او مور یې او بیا په روغتون کې یو ښوونکی په ډزو وژلي دي.

پولیس وايي بریدګر ۳۲ کلن دی او د دغو کسانو له وژلو وروسته یې په دغو سیمو کې اور هم بل کړی دی. پولیسو د دغه برید د انګیزې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

پولیس وایي چې کله روغتون ته ورسېدل، د روغتون اوترو کارکوونکو ناروغان په ویلچیرونو او کراچیو کې له روغتون څخه اېستل. پولیسو بریدګر نیولی دی او هغه هېڅ مقاومت نه دی کړی.

پولیس وايي بریدګر د دغه روغتون محصل و او په تېر وخت کې په څارویو باندې د ظلمونو له کبله محکوم شوی هم و.

مقامات فکر کوي چې وژل شوې نجلۍ او مور یې د بریدګر ګاونډیان وو. خو لا معلومه نه ده چې وژل شوی ښوونکی د بریدګر استاد و که نه.

د هالنډ صدراعظم، مارک روته او د دغه هېواد پادشا، ویلیم الکساندر دا پېښه دردوونکې بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

په دغې سیمې کې به ۲۰۱۹ کال کې هم یو کس درې کسان د چړو په ګوزارونو وژلي وو او په ۲۰۱۱ کال کې په یو بل برید کې بیا شپږ تنه وژل شوي وو او لس نور ژوبل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG