د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ښځو د هزارګانو د وژلو د لړۍ بندیدو لپاره لاریون کړی؛ طالبانو یې مخه نیولې


ارشیف
ارشیف

د کابل ښار په لوېدیځه څنډه «دشت برچي» سیمه کې د تېرې ورځې مرګونې چاودنې په غبرګون کې نن شنبه یو شمېر مېرمنو د یو لاریون په ترڅ کې د «هزاره وګړو د وژنو مخنیوي» غوښتنه وکړه، خو دغه مطاهرې د طالبانو له خوا وځپل شوې.

دغه مېرمنې چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده نن شنبه اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) د «هزازه وګړو نسل وژنه بنده کړئ» «نسل وژنه جنایت دی، چوپتیا خیانت دی» تعلیم، کار او ازادي ابادي ده» شعارونه ورکول.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې معصومې حسیني امریکا غږ ته وویل: "زموږ نننی اعتراض په کاج تعلیمي مرکز کې د تیرې ورځې ځانمرګي برید له امله چې بدبختانه زموږ زیاتې ځوانې او نیکې نجونې چې د افغانستان د ښه والي لپاره یې هڅې کولې د پوهې او خبرتیا، درس او تعلیم په جرم مړې او ټپیانې شوې."

اغلې حسیني زیاته کړه چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول مېرمنې د هزاره ګړو د هدفي وژنو په اړه اندېښنه لري او په همدې خاطر هغوی نن لارو ته راوتلي وې.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس یاده چاودنه پرون جمعه سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په کاج تعلیمي مرکز کې د کانکور ازموینې پرمهال رامنځته شوه.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنابع ټکور ویلي چې پرون جمعه د کابل ښار دیارلسمه امنیتي حوزه کې په «کاج» تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټبیان شوي دي.خو د دغه روغتون یوه مسؤل د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوی دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ نیټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دشت برچي کې د جمعې د ورځې په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اغلې حسیني په وینا د ننني لاریون زیات ګډونوال مېرمنې او نجونې وې چې غوښتل یې د «هزاره وګړو د وژنو بندولو» په اړه خپل غږ پورته کړي، خو هغې وویل چې طالبانو د هغوی د لاریون مخه نیولې او د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپروو شوو ویديوګانو کې لیدل کیږي چې د طالبانو اړوند کسان د ښځو د لاریون پرمهال ډزې کوي.

پر همدې مهال د ژولیا پارسي په نوم یوې بلې معترضې ادعا وکړه چې د طالبانو کسانو د هوايي ډزو ترڅنګ یو شمېر معترضي مېرمنې وهلي دي او یو شمېر نارینه چې په دغه لاریون کې ګډون کړی و له ځان سره وړي دي.

هغې وویل: "زموږ نننی لاریون بیا هم په تاوتریخوالي سره پای ته ورسېد، ټولې نجونې چې اعتراض یې کړی و، ووهل شوې او خولې او غاښونه یې مات شول... ټولې نجونې یې تر هغه حده ووهلې چې هېڅ کله یې داسې کار نه و کړئ."

پر همدې مهال د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلینو هم د تیرې ورځې مرګونې چاودنې په غبرګون کې مظاهره کړې ده.

هغوی هم «د هزاره وګړو د وژنو بندولو» او «مرګ پر دښمن» شعارونه ورکول.

د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري وايي، د باوري حکومتدارۍ په اړه هر ډول ادعا باید د ډېرو زیان منونکو کسانو د خوندیتوب لپاره له اقداماتو سره جوخت وي، نه دا چې د تاوتریخوالي او ډارولو له لارې د هغوی غوښتنې وځپل شي او خاموشه کړای شي.

هغې په ټویټ کې لیکلي: "د غمجنو میندو پر وړاندې دا ډول وحشت کمزورتیا او ډار په ډاګه کوي، نه ځواک او واک."

په کابل کې د طالبانو حکومت امنیتي مسؤلینو تر دا مهاله د نننۍ مظاهرې د مخنیوي او د ځينو مېرمنو د وهلو په اړه د مظاهره کوونکو د ادعاو په هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په کابل کې د طالب سرتیرو لخوا د ښځو د لاریونونو د مخنیوي او د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي و.

د کابل ښار په لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې د تیري ورځې چاودنه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، یونیسف، په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت او د برتانیې سفارت د کابل ښار په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز کې دننه د جمعې د سهار چاودنه په سختو ټکو سره غندلې ده او ددغې پیښې د قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

تر دامهاله د دغه چاودنې مسؤلیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پیښه یو لوی وحشت بللی او دا برید یې په سختو ټکو غندلې دی.

XS
SM
MD
LG