د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه پخوانی امنیه قوماندان طالبانو سره یوځای شوی - مقامات


عبدالجلیل بختور
عبدالجلیل بختور

په فراه ولایت کې افغان امنیتي مقامات وایي چې ددې ولایت پخوانی امنیه قوماندان عبدالجلیل بختور، د طالبانو سره یوځای شوی دی.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب، ویلي دي چې دغه متقاعد جنرال د یکشنبې په ورځ مۍ ‍۱۰ (غوایي ۲۱) د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو سره یوځای شوی دی.

د فراه ولایت د والي ویاند د امریکا غږ ته وویل چې دغه شخص هیڅ ډول پوځي او دولتي تجهیزات نه درلودل.

عبدالجلیل بختور د افغانستان د ولسي جرګې په مخکنیو ټاکنو کې ځان د فراه ولایت نه کاندید کړی و، خو بریالی نشو.

عبدالجلیل بختور د فراه ولایت د ولایتي شورا د پخواني رئیس فرید بختور، پلار دی. فرید بختور تیر کال په فراه کې د ملي پوځ د هلیکوپتر د لویدلو په پیښه کې مړ شوی دی.

د عبدالجلیل بختور بل زوی مسعود بختور، همدا اوس د فراه و والي د مرستیال په توګه وظیفه اجرا کوي.

د طالبانو ډلې هم په ټولینزو رسنیو کې د یو پیغام په خپرولو سره ددې ډلې سره د عبدالجلیل بختور د یوځای کیدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG