د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سنا: افغان ښځې باید د سولې په مرکچي پلاوي کې برخه ولري


د امریکا د متحده ایالتونو د سنا یو شمیر غړو د سولې د مذاکراتو لپاره د دواړو خواو د مرکچي پلاوو په جوړښت کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

د امریکا د سنا غړې جین شاهین، د چهارشنبې په ورځ د سنا په غونډه کې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته په خطاب وویل، امریکا د ښځو د سولې او امنیت قانون توشیح کړی، چې په کې د شخړو د ختمولو په مذاکراتو کې د ښځو پر ګډون ټینګار شوی دی.

آغلې شاهین د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه پوښتنه وکړه، متحده ایالتونو کوم اقدامات ترسره کړي، چې په اساس یې د افغان سولې د مذاکراتو په میز کې د ښځو د حضور په تړاو ډاډ ترلاسه شي؟

د امریکا د سنا دغې غړې د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون لپاره روانو هڅو ته په اشارې وویل: "نه، زه له دې قدرداني کوم، خو کوم مذاکرات چې موږ کوو په کې د افغانستان پر دولت فشار راوړو، څه چې زه غواړم هغه دا دي، چې موږ دې د افغانستان پر دولت او طالبانو فشار راوړو، تر څو ډاډه شو چې ښځې د مذاکراتو یوه برخه ده".

سناتورې شاهین زیاته کړه، چې د امریکا حکومت باید د افغانستان د سولې د مذاکراتو په مرکچي پلاوو کې د ښځو ګډون یقیني کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سناتورانو ته وویل، متحده ایالتونه په دې برخه کې هڅه کوي او هیله یې وښوده، چې افغان ښځې دې له خپلو مشرانو څخه د سولې په خبرو کې د خپلې برخې غوښتنه وکړي.

امریکايي سناتورانو په داسې حال کې د سولې په خبرو کې د افغان ښځو د ونډې په تړاو اندېښنه ښودلې ده، چې له دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د ښځو له استازو سره لیدلي او د قطر د غونډې په تړاو یې له هغوی سره خبرې کړې دي.

له دې وړاندې د ملګر ملتونو د ښه نیت سفیرې او د هالیوود سینما نوموتې لوبغاړې انجلینا جولي هم د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو پر نشتوالي انتقاد کړی وو.

آغلې جولي ټینګار کړی، چې د ښځو له حضور پرته به په افغانستان کې سوله تامین نه‌شي.

XS
SM
MD
LG