د ماشومانو د حقونو یو مدافع بنسټ د جمعې په ورځ د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د افغان حکومت، طالبانو او داعش په گډون ټولو سیالو جنگي ډلو پر روغتیایي مرکزونو او کارکوونکو بریدونه کړي دي.
په وسله والو نښتو کې د ماشومانو د ملاتړ د څار ټولنه چې اصلي مرکز یې په نیویارک کې دی په دې رپوټ کې ویلي دي چې د حکومت په گډون د افغانستان په جگړه کې ټولو ښکیلو ډلو په ٢٠١٧ کې په ٢٢ ولایتونو کې لږ تر لږه ٦٣ ځلې پر روغتیایي مرکزونو او کارونکو یې حملې کړې دي.
ددې بنسټ په وینا پرژ روغتیایي مرکزونو باندې بریدونه روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی په ځانگړې توگه ماشومانو ته د ستونزو سره مخامخ کوي.
ددې رپوټ لیکونکې کرستین موناهن، ویلي دي چې "پر روغتیایي مرکزونو او کارکوونکو باندې د بریدونو بار ماشومان باسي"، او ټینگار کوي چې پر روغتیایي مرکزونو باندې حملې روغتیایي خدمتونو ته د ماشومانو لاس رسی په ځانگړې توگه د هغو ماشومانو لاس رسی د مشکلاتو سره مخامخ کوي چې د سوء تغذي نه رنځیږي او دا کار د مخنیوي وړ ناروغیو د درملنې خنډ گرځي.
د افغانستان د حکومت مقاماتو تر اوسه ددې رپوټ په هکله تبصره نه ده کړې.