اندونیزیا په اوبو کې د غرقېدو له ویرې پلازمینه بدلوي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو یو نوی پلان اعلان کړ چې له مخې به یې د دغه هېواد اوسنۍ پلازمینه جاکارتا د بورنیو یو ټاپو ته انتقالیږي.
ولسمشر ویدودو په یو تلویزوني بیان کې دا اعلان وکړ او وویل: "یو هېواد چې له شاوخوا ۷۴ کلونو راهېسې خپلواک دی، هېڅکله خپله پلازمینه په خپله نه ده ټاکلې. جاکارتا دا مهال د حکومت، تجارت، ماليې او نورو خدمتونو د مرکز په توګه تر یو دروند بار لاندې دی."
خو له جاکارتا څخه د پایتخت د انتقالولو اصلي علت د سمندر د اوبو د سطحې لوړیدل بلل کیږي.
ویل کیږي چې جاکارتا هرکال ۲۵ سانتي مېتره په اوبو کې ډوبیږي او د دغه ښار ځینې برخې د سمندر تر سطحې هم ټېتې دي. د جاکارتا موقعیت او شاوخوا یې د سمندر سطحې ته په کتو، دا ښار هره شېبه د اوبو له تهدید سره مخامخېدی شي.
د نوي پلان له مخې ښايي په لسو کلونو کې د اندونیزیا پلازمینه د بورنیو یو ټاپو ته انتقال کړل شي. د فرانسې خبري اژانس وایي چې د پایتخت د انتقال په دغې پروژې باندې به ۳۴ بیلیون ډالر لګښت راځي.
د جاکارتا ښار لس میلیون نفوس لري او د آټکل له مخې د ښار د باندې سیمو کې یې هم شاوخوا ۳۰ میلیونه انسانان ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د دغو شمېرو له مخې جاکارتا په ډېرو نفوس لرونکو پلازمینو کې شمېرل کیږي.
همدغه راز د اقتصاد نړیوال فورم وايي چې جاکارتا هغه ښار دی چې تر نورو ښارونو به شاید ژر په اوبو کې ډوب شي. دا ښار د جاوا سمندر ته نژدې دی چې د اوبو سطحه په کې ټيټه ډه.
اندونیزیا د بورنیو ډېر لوی ټاپوګان لري چې ډېر ځنګلونه لري، اوس اندونیزیا غواړي چې یو داسې ځنګل خپل پایتخت کړي.
اندونیزیا د نفوس د شمېر له پلوه تر ټولو لوی اسلامي هېواد بلل کیږي.