د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا د سونامې او زلزلې د مړو شمېر ۱۲۳۴ ته لوړ شو


چارواکي وایي شاید د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي
چارواکي وایي شاید د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي

د اندونیزیا د بېړنیو چارو سره د مبارزې اداره وايي چې د تازه سونامې او زلزلې د تلفاتو شمېر ۱۲۳۴ ته رسېدلی دی خو لا هم دا شمېره نهايي نه ده.

د دغې ادارې ویاند سوتوپو پورو نوګروهو د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲) په جاګرتا کې خبریالانو ته وویل چې په پېښو کې ۷۹۹ کسان سخت ژوبل شوي دي.

په روغتونونو کې د زخمیانو ځای نشته او د ډېر زخمیانو درملنه د روغتونو د باندې او دهلیزونو کې کیږي. الوتکې استول شوي چې زخمیانو نورو ښارونو ته واستوي. د پالو په ښار کې ۵۰۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

نوموړي وویل چې د سیګي او بالارو په سیمو کې د مړو او زخمیانو شمېرې لا معلومې نه دي. له همدې کبله ښايي دا ارقام نور هم پورته شي.

اسوشیتډپرس وايي د جمعې په ورځ (سپتمبر۲۸) د ريکتر په کچه له ۷،۵ درجې زلزلې وروسته د سمندر اوبه په څپو شوې او ۲۰ فوټه پورته شوې.

دغې زلزلې او سونامې د اندونیزیا مرکزي ټاپو سولاویسي او ورڅېرمه سیمې وځپلې. دغلته ډېره مرګ ژوبله د دوو هوټلونو د نړېدو له کبله رامنځ ته شوې ده. په ځپل شویو سیمو کې حالت خراب دي، د څښاک اوبه، خواړه او نور وسایل نشته. پر دغه ښار سربېره په ډنګالا او نورو سیمو کې هم خلکو ته زیانونه رسېدلي دي.

په ورک شویو کسانو کې یو شمېر بهرنیان هم شته دي چې درې فرانسویان، یو د جنوبي کور او یو د مالیزیا دي.همدا څو میاشتې مخکې په اندونیزیا کې په یوې زلزلې کې څه باندې ۴۵۰ کسان مړه شول.

په اندونیزیا کې تر دې مخکې هم یوه سونامي راغلي وه. د ۲۰۰۴ کال په سونامې کې په اندونیزیا کې شاوخوا لسګونه زره کسان مړه شول.

XS
SM
MD
LG